Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

” په هرات کې د ښوونځیو ۶۰ سلنه سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي “

هرات ښار (پژواک، ۲زمری ۱۴۰۰): د هرات د پوهنې رییس په دغه ولایت کې د ښوونځیو د پیلېدو او بد امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده، ویې ویل چې په جنګي حالاتو کې هیڅوک حاضر نه دي چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي.

د هرات د پوهنې رییس ذکریا رحیمي نن په یوه خبري غونډه کې خبر ورکړ چې د روانې زمري میاشتې په ۶ مه د ښوونځيو ازموینې پیلېږي خو ویې ویل چې جنګي وضعیت کولی شي چې پر پوهنه بده اغېزه وکړي.

ده زیاته کړه: « هیڅ پلار په جنګي شرایطو کې خپلو اولادونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځيو ته لاړ شي، موږ اوس مهال د هرات په دوو سیمو کې جنګي وضعیت لرو، نورې سیمې امن دي.»

ده وویل، اوس مهال د هرات د ښوونځیو ۶۰ سلنه سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، خو تر اوسه طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پر ښوونځيو محدودیتونه نه دي وضعه کړي.

د هرات د پوهنې رییس دغه راز زیاته کړه چې د یاد ولایت په ډېری ولسوالیو کې ښوونځي د جګړې دواړو لورو په منځ کې راغلي او ځینې برخې یې یوه اندازه ویجاړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د نظامي شورا د پرېکړې له مخې، له تېرې ورځې راهیسې د هرات ولسوالیو د بېرته نیولو عملیات پيل شوي او پرون یې کرخ ولسوالي له ۱۵ ورځو وروسته له طالبانو بېرته نیولې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د دغه ولایت د ولسواليو د بېرته نیولو خبر ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د ولسوالیو د بېرته نیولو لړۍ د ښوونځیو د پرانیستې بهیر زیانمن نه کړي.

ده زیاته کړه :«له پوهنې سره دښمني له افغانستان سره دښمني ده، د ولسوالیو په بیا نیول کېدو سره به د ښوونځيو پرانیسته نورمال حالت غوره کړي او هیله لري چې ښوونځیو ته کومه ستونزه پیدا نه شي.»

د هرات د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره، ښایي د چهارشنبې په ورځ د (زمري۶مه) په ټولو ښوونځیو کې د زده کوونکو ازموینې پیل شي او زده کوونکي مکلف دي چې روغتیایي سپارښتنې رعایت کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.