هرات ښار (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۰): د هرات ولایت امنیتي مسوولین وایي چې پر سلما بند یې د طالبانو د برید مخه نیولې ده.
د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد پژواک ته وویل چې تېره ورځ طالبانو پر سلما بند د یوه لوی برید نیت درلود چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ او مخ یې ونیول شوه.
ده زیات کړه چې طالبانو لومړی د سلما بند په سړک کې ماینونه خښ کړي وو او وروسته یې د سلما بند پر امنیتي پوستو برید پيل کړ چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شو.
هغه وویل چې امنیتي ځواکونو د یوه اقدام په ترڅ کې د طالبانو د شاتګ پر لاره کمین ونیوه چې په پایله کې یې دوه طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول .
د فرهاد په خبره، امنیتي ځواکونو د طالبانو په لاس جوړ څلور کړۍ هغه ماینونه چې د ډېرې ویجاړۍ وړتیا یې لرله، ترلاسه کړي دي.
دغه راز د هرات د والي ویاند وویل:« سلما بند نظامي ځای نه دی، یوه عام المنفعه پروژه ده چې د افغانستان د ملت اړونده ده. »
هغه وویل چې د سلما بند د ساتلو په موخه د هرات په چشت ولسوالۍ کې کومانډو او ځانګړي قطعات شتون لري.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن