Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۲ کسان مړه کړي

کابل (پژواک، ٣ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤١٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٥٢ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٩٧ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٤١٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٤٤٢٨٥ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ١٥٦ په هرات، ٤٣ په ننګرهار، ٣٥ په دايکنډي، ٢٣ په وردګو، ٢٢ په کابل، ١٩ په هلمند، ١٧ په غور، ١٦ په باميان، ١٤ په کندهار، ١٣- ١٣ په غزني، لغمان او بدخشان، ١٢ په سرپل، ٧-٧ په بلخ او کندوز، ٤ په لوګر او ٢ کسان په پنجشېر ولايتونو ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٢٢٤ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٩٣٠٥٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٥٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٦٤٧٧ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٩٤ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٧٦ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،١ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.