کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۰) : د ولسمشر په مشرۍ اقتصادي عالي شورا د ملکي هوایي چلند ادارې ته دنده وسپارله چې د ننګرهار ولایت نړیوال هوایي ډګر تر بشپړېدو پورې دې د جلال اباد د اوسني هوایي ډګر اړتیاوې معیاري ځغاست لیکې ته په پام پوره کړي .
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د مسوولیتونو تر لېږد وروسته د مولانا جلال الدین محمد بلخي، خواجه عبدالله انصاري او احمد شاه بابا بین المللي هوایي ډګرونو د عملیاتي چارو پرمخ وړلو موضوع غونډې ته وړاندې کړه.
هغه زیاته کړه، د هېواد په درېیو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسوولیتونو د لېږد پروسه مخکې ترسره شوې، همداراز د هېواد د هوایي ډګرونو په عملیاتي چارو کې د ځنډ مخنیوي په موخه د ملکي هوایي چلند ادارې د خواجه عبدالله انصاري، مولانا جلال الدین محمد بلخي او احمد شاه بابا نړیوالو هوایي ډګرونو په اړه جامع پلانونه ترتیب کړي دي.
وروسته غونډې د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي پلان په پرنسیپ کې تایید کړ او هغې ادارې ته یې دنده وسپارله چې د جلال اباد او بګرام هوایي ډګرونه هم په دې پلان کې شامل او راپور یې د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام ته وړاندې کړي.
په همدې ترتیب اقتصادي عالي شورا د ملکي هوایي چلند ادارې ته دنده وسپارله چې له اړوندو ادارو سره په همکارۍ د ننګرهار ولایت نړیوال هوایي ډګر تر بشپړېدو پورې د جلال اباد د اوسني هوایي ډګر اړتیاوې معیاري Runway جوړولو ته په پام پوره کړي او همداراز ملي دفاع وزارت سره په همکارۍ د ټولو هوایي ډګرونو د تجهیزاتو، شته امکاناتو او لازمو اړتیاوو په اړه عمومي راپور ترتیب کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، اقتصادي عالي شورا د پانګونې اسانتیا واحد او د کورنیو تولیداتو د صادراتو په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام مشاوریت ته دنده وسپارله، ترڅو ملکي هوایي چلند ادارې سره په همکارۍ د هوایي ډګرونو پر تاسیساتو د پانګونې لپاره خصوصي سکتور وهڅوي.
وروسته د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د افغانستان د هوایي حریم د کنټرول مخابروي شبکې د ستونزې حل طرحه غونډې ته وړاندې کړه ویې ویل، د دغې طرحې په پلي کېدو سره به د مخابراتي شبکو لګښتونه د پام وړ راکم او د عبوري الوتنو د شمېر او فیس زیاتوالي لامل شي.
د غونډې د ګډونوالو تر نظریاتو وروسته یاده طرحه په پرنسیپ کې منظور شوه او د ملکي هوایي چلند ادارې او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان د هوایي حریم کنټرول مخابراتي شبکې په اړه اقتصادي ماډل جوړ او د اقتصادي عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.
Views: 149
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن