ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د جلال اباد اوسني هوایي ډګر اړتیاوې دې پوره شي

ولسمشر: د جلال اباد اوسني هوایي ډګر اړتیاوې دې پوره شي

author avatar
25 Jul 2021 - 13:33
ولسمشر: د جلال اباد اوسني هوایي ډګر اړتیاوې دې پوره شي
author avatar
25 Jul 2021 - 13:33

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۰) : د ولسمشر په مشرۍ اقتصادي عالي شورا د ملکي هوایي چلند ادارې ته دنده وسپارله چې د ننګرهار ولایت نړیوال هوایي ډګر تر بشپړېدو پورې دې د جلال اباد د اوسني هوایي ډګر اړتیاوې معیاري ځغاست لیکې ته په پام پوره کړي .

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې، د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د مسوولیتونو تر لېږد وروسته د مولانا جلال الدین محمد بلخي، خواجه عبدالله انصاري او احمد شاه بابا بین المللي هوایي ډګرونو د عملیاتي چارو پرمخ وړلو موضوع غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زیاته کړه، د هېواد په درېیو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسوولیتونو د لېږد پروسه مخکې ترسره شوې، همداراز د هېواد د هوایي ډګرونو په عملیاتي چارو کې د ځنډ مخنیوي په موخه د ملکي هوایي چلند ادارې د خواجه عبدالله انصاري، مولانا جلال الدین محمد بلخي او احمد شاه بابا نړیوالو هوایي ډګرونو په اړه جامع پلانونه ترتیب کړي دي.

وروسته غونډې د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي پلان په پرنسیپ کې تایید کړ او هغې ادارې ته یې دنده وسپارله چې د جلال اباد او بګرام هوایي ډګرونه هم په دې پلان کې شامل او راپور یې د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام ته وړاندې کړي.

په همدې ترتیب اقتصادي عالي شورا د ملکي هوایي چلند ادارې ته دنده وسپارله چې له اړوندو ادارو سره په همکارۍ د ننګرهار ولایت نړیوال هوایي ډګر تر بشپړېدو پورې د جلال اباد د اوسني هوایي ډګر اړتیاوې معیاري Runway . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.