ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د شترمرغ د تولید او روزنې صنعت مخ په ډېرېدو دی

هرات کې د شترمرغ د تولید او روزنې صنعت مخ په ډېرېدو دی

author avatar
25 Jul 2021 - 15:33
هرات کې د شترمرغ د تولید او روزنې صنعت مخ په ډېرېدو دی
author avatar
25 Jul 2021 - 15:33

هرات ښار (پژواک، ٣ زمری ۱۴۰۰): د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د شترمرغ د تولید او نسل روزنې صنعت ګټې او نه زیان ته په کتو، دغه صنعت د هر کال په تېرېدو سره په هېواد، په ځانکړې توګه هرات کې مخ په ډېرېدو دی.

د یادو مسولینو په وینا، د شترمرغ فارمونو د لږ لګښت او لوړ عاید له امله هر کال له دغه صنعت سره د خلکو مینه ډېریږي.

د هرات د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت عمومي مدیر خلیل احمد بهمنش پژواک ته وویل چې د تېر کال تر پایه په هرات کې د شترمرغ پنځه فارمونه ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د شترمرغ له غوښې، هګیو، پوستکي او غوړو پر استفادې سربېره په ښکلا کې هم له دغه مرغه ګټه اخیستل کېږي.

خو هغه وویل چې تر دې دمه د کرنې وزارت له خوا د شترمرغ له فارم لرونکو سره کومه مرسته نه ده شوې.

هغه وویل: «له بده مرغه تر دې مهاله د کرنې ریاست له لوري کوم ځانګړی پروګرام نه دی ترسره شوی او مرسته نه ده شوې، نه د مارکېټ او نه د هغو د ترویج په برخه کې کوم کار شوی دی.»

نذیراحمد سلطاني د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د شترمرغ د تولید او روزنې فارم لري او وایي چې درې کاله وړاندې یې له ایرانه د ۷ شترمرغانو په واردولو سره دغه صنعت پیل کړی دی.

هغه پژواک ته وویل چې یو کال وروسته یې فارم وده وکړه او په تېرو دوو کلونو کې یې د شترمرغ ۸۰ چچوڼي او ۵۰ هګۍ بازار ته وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال په فارم کې د غوښې لپاره ۱۹ لوی شترمرغان لري.

نوموړي وویل: «د نورو حیواناتو په پرتله د شترمرغ غوره والی دا دی چې لږ خوراک او ډېره وده کوي، غوښه، هګۍ او غوړي یې ګټور دي او په نړۍ کې نوی پېژندل شوی صنعت دی.»

د سلطاني په خبره، که څه هم د نړیوالو معیارونو له مخې، په یوه فارم کې باید هر کال ۴۰ کوچني شترمرغان تولید شي؛ خو د برېښنا او امکاناتو نه شتون له امله، د افغانستان په فارمونو کې شاوخوا ۲۰ کوچني شترمرغان تولیددیږي.

هغه څرګنده کړه چې د هرات په بازار کې یو کوچنی شترمرغ په ۶زره افغانۍ، یوه نطفه لرونکې هګۍ یې په ۲زره افغانۍ، د خوراک لپاره یوه هګۍ په ۳۰۰ افغانیو او یوه کیلو غوښه یې له ۶۰۰ تر ۷۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

پر دې سربېره، د شترمرغ پوستکی، غوړي او غایطه مواد په هېواد، په ځانګړې توګه هرات کې د شترمرغانو د فارمونو نور تولیدات دي.

واښه، وربشې، سویا، جوار او سبوس د شترمرغ خواړه جوړوي چې ډېری دغه خواړه د فارمدارۍ په کوچنۍ مزرعه کې تولیدیږي.

نذیراحمد سلطاني وویل: «په ۱۳۹۸ کال کې زموږ ډېر شترمرغان مړه شول؛ خو تېر کال مړه نه شول؛ دا چې زموږ پانګه لږ ده. هو، د خلکو مینه ډېره ده نو موږ ته زنګ وهي او غوښه یې پېري.»

ځیني پلورونکي وایي چې د ښار په لویو پلورنځیو کې  د شترمرغ غوښه شته چې ډېر پېرېدونکي هم لري.

په هرات کې یوه پلورونکي علي احمد پژواک ته وویل چې د شترمرغ یوه کیلو غوښه له ۶۵۰ تر ۷۰۰ افغانیو پلورل کېږي او ناروغان هم کولای شي ګټه ترې واخلي.

هغه وویل: «د شترمرغ غوښه ښه کیفیت لري چې ناروغان هم کولای شي ګټه ترې واخلي او موږ له دولته هیله لرو چې د هغه حلالولو لپاره له موږ سره همغږي وکړي؛ څو وکولای شو د هغه غوښه هم خپل او هم نورو ولایتونو ته ورسوو.»

په ورته مهال، په هرات کې د چرګانو فارمونو د برخې متخصص محمدجواد د شترمرغانو روزنه له ګټورو نړیوالو صنعتونو بولي او وایي چې شترمرغان په ناروغې د لږ اخته کېدو، لږ خوړو او ډېر تولید له امله کېدای شي د فارم لرونکو لپاره ډېره ګټه ولري.

هغه زیاته کړه: «شترمرغان ډېر لږ ناروغ کېږي، په کال کې ډېر تولید کوي. یو شترمرغ په هغه صورت کې چې ښه وساتل شي په کال کې ۵۰ هګي اچوي او دا یو نوی صنعت دی.»

د چرګانو برخې دغه متخصص فارلوونکو ته وړاندیز وکړ چې د شترمرغانو د فارمونو د ښه تولید او روزنې لپاره باید پراخ ځای، پاکې اوبه، ارامه فضا، د منډې لپاره پراخ چاپېریال او مناسب خواړه لکه سویابین، وربشې، جوار او واښه په پام کې ونیول شي.

Views: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.