ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: که سوله ونه شي هېواد د بحران لوري ته ځي

خلک: که سوله ونه شي هېواد د بحران لوري ته ځي

author avatar
26 Jul 2021 - 17:01
خلک: که سوله ونه شي هېواد د بحران لوري ته ځي
author avatar
26 Jul 2021 - 17:01

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۰): د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکو له پژواک سره د خبرو پر مهال د هېواد د اوسني او راتلونکي وضعیت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې له بحران څخه د هېواد د ژغورلو لپاره سوله وکړي او جګړه پای ته ورسوي.

په افغانستان کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په بېلا بېلو نومونو د مختلفو لوریو ترمنځ جګړه دوام لري.

ډېری بهرني ځواکونه په ځانګړې توګه امریکايي عسکر د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې له افغانستانه وتلي او ټاکل شوې دغه بهیر د روان کال تر سپټمبر میاشتې بشپړ شي، خو د طالبانو او افغان دولت ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

له جګړې سره هم مهاله، له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې هم روانې دي، خو تر اوسه لاسته راوړنه نه لري، په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۹۰ ولسوالۍ طالبانو ونیولې او د هېواد امنیتي وضعیت داسې حد ته رسېدلی چې حکومت له کابل، ننګرهار او پنجشېر پرته په ټولو ولایتونو کې د شپې له خوا ګرځبندیز اعلان کړی دی.

پژواک د روانې ناامنۍ او جګړې، په دوحه کې د سولې خبرو دوام، د هېواد د راتلونکي وضعیت او افغان ستونزې د حل لارې په تړاو د بېلا بېلو ولایتونو له اوسېدونکو سره خبرې کړې دي.

مرکه کېدونکو بېلا بېل نظرونه وړاندې کړي چې تر ټولو مهم یې لاندې لیکل شوي:

  • جګړه او په ټوله کې د هېواد اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی.
  • سوله چې د هر افغان هیله ده ډېره لرې ښکاري.
  • د طالبانو له لوري د جګړې او د حکومتي چارواکو له خوا د واک غوښتنه هېواد د ۷۰یمې لسیزې په څېر له وضعیت سره مخ کوي.
  • د سولې جدي او قاطع خبرې د افغانستان د ستونزې یوازینۍ معقوله حل لاره ده.
  • د جګړې او ناامنۍ شدت خلک په هېواد کې د سولې له ټینګښت څخه ناهیلي کړي دي.
  • په جګړه کې ښکېل لوري دې نرمښت وښيي او سوله دې وکړي څو افغانستان پرمختګ وکړي.

د کابل د اوسېدونکو نظرونه:

د کابل ښار اوسېدونکې سوما انګار د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو پژواک ته وویل: “سوله چې د هر افغان هیله ده، ډېره لرې ښکاري چې په نږدې کلونو کې دې په افغانستان کې ټینګه شي.”

هغې د هېواد اوسنی وضعیت ناهیلی کوونکی وباله او ویې ویل: “که له ګاونډیو سره زموږ ستونزې حل نه شي، د سرحدونو، ګمرکونو او هېواد کې لسګونه شته ستونزې په همدې ډول پاتې شي او د افغانستان په مسایلو کې له ښکېلو لوریو سره مخامخ او رغوونکې خبرې ترسره نه شي، وضعیت به په همدې ډول نامعلوم او ناهیلی کوونکی وي.”

د انګار په خبره، په هېواد کې هغه مهال سوله ټینګېږي چې ټول افغانان سره یو شي او ملي ګټې تر خپلو شخصي ګټو مهمې وګڼي. هغې د قومي تعصباتو پر له منځه وړلو او په هېواد کې د عدالت پر تامین ټینګار وکړ، له دولت او طالبانو یې وغوښتل چې له دښمنیو تېر شي.

د اریانا نیوز تلوېزیون خبریال حمید صدیقي په هېواد کې روانه جګړه «تر ډېره د پاکستان جګړه» وبلله او ویې ویل: “تر څو چې طالبان ډاډه وي چې د جګړې په ډګر کې به بریالي کېدای شي او لاسته راوړنې لري خبرو ته لېوالتیا نه ښيي او جګړې ته دوام ورکوي. له دې لوري د حکومت بې پلاني، د ملي اجماع نه شتون، د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د جوړېدو په برخه کې د حکومت ناتواني، د هېواد په اداره کې د یو کسیز سیاست، د سولې او جګړې لپاره د ځانګړې پالیسۍ نه شتون او په ټوله کې د هېواد د راتلونکې لپاره د پلان نه لرل د دې لامل شوي چې طالبان دومره قوي شي او د سولې خبرو ته حاضر نه شي.”

د هغه په باور، تر څو چې پر طالبانو واقعي نړیوال او ملي فشارونه ډېر نه شي طالبان د سولې خبرو ته نه حاضرېږي.

هغه زیاته کړه: “که قضیه په همدې ډول دوام وکړي، د طالبانو جنګ غوښتنه او د حکومتي مشرانو قدرت غوښتنه او د پلان نه لرل دوام ولري د افغانستان راتلونکی د ۷۰یمې لسیزې په څېر یوه تمام عیاره جګړه ده، ځکه خلک د طالبانو د غوښتنو پر فشار لاندې نه ځي او له دې ډلې سره مقاومت کوي.”

نوموړي د دې په روښانولو چې طالبان نه شي کولای د زور له لارې قدرت ترلاسه کړي، له دوی (طالبانو) وغوښتل چې د سولې خبرې چټکې کړي.

هغه حکومت ته په خطاب وویل: “ښه ده چې حکومت له ځان غوښتنې لاس واخلي، واقعي داخلي اجماع دې جوړه کړي، په تدبیر سره دې د بې اتفاقۍ مخه ونیسي او د سولې د ټینګښت لپاره دې امتیاز ورکولو ته حاضر شي، دغه راز اصلي کار دا دی چې له پاکستان سره ستونزې حل کړي او دغه هېواد ته دې ډاډ ورکړي چې افغانستان کې یې ګټې خوندي کېږي او پاکستان ته دې دا ډاډ ورکړي چې افغانستان کې سوله د دوی په ګټه ده.”

د کاپیسا د اوسېدونکي نظر:

د کاپیسا ولایت اوسېدونکې فرزانې احمدي چې دولتي کارکوونکې هم ده هیله مندي څرګنده کړه چې د سولې مرکچي پلاوي دې پر مهم موضوعاتو کار وکړي او وخت ضایع نه کړي.

هغې په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره پر اوربند، یو بل منلو، یووالي، د داخلي سیاسیونو ترمنځ د بې اتفاقۍ پر له منځه وړلو، بشري حقونو ټینګار وکړ او ویې ویل: “که خبرې پایله نه لري، طالبان له زورواکۍ او ډېرو غوښتنو ډډه ونه کړي، د هېواد سیاستوال له شخصي ګټو تېر نه شي، د خلکو د خیر او ښېګڼې لپاره کار ونه کړي ښايي افغانستان بیا ځلې د جګړې پر ډګر بدل شي او ان ښايي ټول هېوادونه له افغانستان سره اړیکې پرې کړي او افغانستان منزوي شي، ترخه او تر ټولو بد شرایط به تجربه کړي.”

هغې له طالبانو وغوښتل چې له «امتیاز اخیستو او ځان غوښتنې» لاس واخلي، ځکه د هغې په خبره د سولې خبرو د دوام معقوله لار قاطعیت او جدیت دی، افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره به بله لار نتیجه ور نه کړي.

دغه راز هغې وویل: “په ټوله کې دولت چې د طالبانو په پرتله د خلکو د مال او ځان ساتلو په برخه کې ډېر مسوولیت لري باید له ځانه نرمي وښيي او ولسمشر دې د هغو چارواکو مخه ونیسي چې د ملي ګټو په پرتله شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکوي.”

د نوموړې په خبره، حکومت باید د عملیاتو ترسره کولو پر مهال هڅه وکړي چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسوي، چې د دولت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته نه شي او د سولې ټینګښت لپاره دې رښتینې هڅې وکړي.

د بامیان د اوسېدونکي نظر:

په بامیان ولایت کې د دیموکراسۍ او سولې لپاره د برابرۍ د دفتر مسوولې خدیجې صفري هم د هېواد وضعیت په اړه د اندېښنې ترڅنګ وویل: “که وضعیت په همدې ډول وي او ولایتونه هم د طالبانو لاسته ورشي، ښکاره ده چې تیاره راتلونکې به ولرو… نو دلته باید ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه غیرت وکړي او یوه برنامه دې جوړه کړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي، که دولت د طالبانو لاس ته ورشي، نو یو تیاره راتلونکې به ولرو.”

هغې په هېواد کې د اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل: “دولت باید په هېواد کې د واقعي سولې راتلو لپاره ژر ځانګړې اجنډا رامنځته کړي.”

د هلمند د اوسېدونکي نظر:

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي او د «بروس» قوم د سرتاسري شورا رییس حاجي مطیع الله مطیع وویل چې په هېواد کې اوسنۍ جګړه د ایران او پاکستان په ګټه او د دولتي ځواکونو، طالبانو او ملکي وګړو په زیان ده؛ ځکه چې د هغه په خبره، هر څوک چې وژل کېږي افغان دی.

نوموړي زیاته کړه، د الله (ج) ژمنې ته په پام سره باید د سولې لپاره کار وشي او هر لوری (طالب او دولت) چې سوله نه کوي او خنډونه رامنځته کوي، په راتلونکي کې به مسوول وي.

هغه وویل: “د هېواد اوسنی وضعیت ډېر خراب دی، دواړه لوري باید له زغم څخه کار واخلي، پر امنیتي ځواکونو، طالبانو او خلکو زړه وسوځوي؛ ځکه د یوې مور اولادونه دي چې وژل کېږي.”

مطیع له دولت او طالبانو وغوښتل چې له هغو غوښتنو تېر شي چې په اوسنیو شرایطو کې د تطبیق وړ نه دي او د پاکستان او ایران لاسته د افغانستان له لوېدو دې مخنیوی وکړي؛ له دې پرته به ګاونډي هېوادونه خپلو موخو ته ورسیږي او د هغه راتلونکی او تاریخي مسوولیت به د دولت او طالبانو پرغاړه وي.

د خوست د اوسېدونکي نظر:

د خوست ولایت اوسېدونکي محمد عظیم په هېواد کې د روان وضعیت اصلي مسوول حکومت وباله او له جزییاتو پرته یې ادعا وکړه چې ځینې حکومتي چارواکي په هېواد کې د سولې راتلل نه غواړي.

هغه وویل چې په هېواد کې ناامنۍ ډېرې شوې او داسې حد ته رسېدلې دي چې خلک یې په هېواد کې د سولې له ټینګېدو ناهیلي کړي دي. د نوموړي په وینا، اوسنیو شرایطو ته په پام، د هېواد وضعیت مخ پر خرابېدو دی؛ ځکه د شته وضعیت د مهارولو لپاره کومه طرحه نه شته.

ده په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره د ملي اجماع پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، د هېواد سیاسیون او مشران باید سره یو شي او له واحد دریځ څخه دې د سولې خبرو ته داخل شي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د جګړې پر دوام د تمرکز پر ځای دې پر سوله تمرکز وکړي او له طالبانو یې هم وغوښتل چې “د بهرنیو په اشاره دې افغانان نه وژني.”

 د بلخ د اوسېدونکي نظر:

د بلخ ولایت اوسېدونکي سیدمحمد وویل چې اوسنۍ جګړه د افغانستان د خلکو لپاره له وحشت او دهشت پرته بل پیغام نه لري. هغه زیاته کړه چې په هېواد کې روانې جګړې خلک له ټولنیزو، اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ کړي او یو شمېر له هېواده د تېښتې په حال کې دي.

د ده په خبره، د سولې بهیر تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري؛ ځکه د دواړو لورو په مرکچي پلاوو کې د خلکو واقعي استازي نه شته؛ خو پر دې سربېره هم خلک هیله مند دي چې د سولې خبرې به کومه پایله ولري.

د هغه په باور، د جګړې په صورت کې د هېواد راتلونکی له جدي خطر سره مخ دی؛ خو که سوله راشي، افغانستان به چې وروسته پاتې هېواد دی په مختلفو برخو کې ډېر پرمختګونه ولري.

سید محمد په هېواد کې د اوربند پرټینګښت سربېره له حکومت او طالبانو وغوښتل چې خپل نرمښت وښیي؛ ځکه چې د هغه په خبره، جګړه ګټونکی نه لري او ښه ده چې جګړه د دواړو لورو له خوا د خبرو له لارې پای ومومي.

د ننګرها د اوسېدونکی نظر:

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نوزادالله ودیر د هېواد اوسني وضعیت ته په پام وویل، که د جګړې لوري هوکړه ونه کړي، ښایي افغانستان له ناورین سره مخ شي.

هغه هم د طالبانو او حکومت له چارواکو وغوښتل چې اوربند وکړي، د سولې خبرو ته جدي دوام ورکړي او پر خپلو شخصي ګټو ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي.

د کندهار د اوسېدونکي نظر:

د کندهار ولایت اوسېدونکي احمد جاوېد عابد وویل چې وروستیو ناامنیو خلک اندېښمن کړي، د سولې لپاره هیله مندي یې له لاسه ورکړې او د هېواد د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د هغه په وینا، خلک هغه مهال سولې ته هیله مند کېږي چې د سولې خبرو له پیل وړاندې لږ تر لږه اوربند وشي او د دواړو لورو په جګړه کې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۱۱۷ ملکي وګړي وژل شوي؛ خو وړمه اوونۍ بیا د هېواد په کچه له ۴۰۰ ډېرو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د هرات د اوسېدونکي نظر::

د هرات ښار یوه اوسېدونکي احمد حنیف پژواک ته وویل: “د سولې پروسې ته ډېر هیله من نه یو؛ ځکه په افغانستان کې سوله د ګاونډیو، په ځانګړي ډول د پاکستان په ګټه نه ده، له همدې امله په هېواد کې ژوند ورځ تر بلې سختېږي، پاکستان د افغانستان د خلکو پر وړاندې عملاً جګړه اعلان کړې، نو سولې ته هیڅ هیله مندي نشته.”

د نوموړي په خبره، که وضعیت همداسې دوام ولري، د هېواد راتلونکی به ډېر خطرناک وي. د هرات ښار دغه اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړه چې پاکستان نوې لوبه پیل کړې ده چې هغه د افغانستان د خلکو په راتلونکي برخلیک کې لاسوهنه ده او ایران هم په ښکاره طالبان تمویلوي.

هغه وايي، په هېواد کې د سولې راتلو یوازېنۍ لار دا ده چې د افغانستان د دولت رهبران له خلکو او نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ او همغږۍ پر طالبانو او پر دوو کاونډیو هېوادونو (پاکستان او ایران) فشار راوړي، تر هغه چې ملي ګټو ته پر شخصي ګټو ارزښت ور نه کړي، سوله نتیجه نه ورکوي.

Visits: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.