لښکرګاه (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۰): د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وایي چې ایران د افغانستان د اوبو بندونو د له منځه وړلو هڅه کوي.
دوی چې نن د زمري په ۴مه، په لښکرګاه کې په دې اړه اعتراضه غونډه جوړه کړې وه، پر ايران تور پورې کړ چې په افغانستان کې د اوبو د لويو بندونو د له منځه وړلو هڅې کوي
د دغه ولایت د مدني ټولنو د يووالي مرکز رييس امان الله حسرت وويل، پاکستان، ایران په دغه هېواد کې لاسوهنه کوي، غواړي عامه تاسیسات او د اوبو لوی بندونه له منځه یوسي .
نوموړی وایي: (( ایران یو شمېر افغانان د دې لپاره جلبوي او روزنه ورکوي ترڅو هغوی دلته جګړو او ورانیو ته راواستوي. ))
حسرت زیاته کړه، ایران په خپل هېواد کې پر افغان کډوالو سخت ظلمونه کوي او په یوه او بله پلمه بې ګناه افغانان وژني.
د پیوند مدني ټولنې مشر برکت الله سرشار هم د افغانستان د دواړو ګاونډيو هېوادونو کړنې وغندلې او ویې ویل چې پاکستان او ایران په ښکاره ډول په افغانستان کې لاسوهنې کوي .
د هغه په وینا، دوی وسله وال مخالفین په افغانستان کې د ورانکاریو لپاره روزي.
سرشار له وسله والو طالبانو وغوښتل چې جګړې ودروي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د نجیب الله خان په نوم قومي مشر وویل، طالبان دلته جګړه د پردیو هېوادونو د ګټو لپاره کوي، خو که دوی ځانونه افغانان بولي باید د خپل هېواد د ګټو لپاره کار وکړي.
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن