خوست ښار (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۰): د خوست يو شمېر ځوانان او مدني فعالان وايي چې چارواکي دې په دغه ولایت کې په ناقانونه ډول ځمکې نه وېشي.
هغوی چې نن د «زمري په ۴مه» سهار مهال د ولایت اداري کمپلېکس مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو، د يو ساعت لپاره د ولايت دروازه هم د دولتي مامورينو پرمخ تړلې وه.
د دغو کسانو له ډلې ځينو سره يې د قرآنکريم نسخې هم وې، ويل يې چې ګوندې چارواکي د الله له دغه فرمان څخه ووېریږي او په ولایت کې د ځمکو چور بند کړي.
د نورالله افغان په نوم يوتن اعتراض کوونکي خپلو خبرو کې ويل، چې په دې وروستيو کې ولايتي ادارې د ښار لوېديځ لور ته د ازادۍ مېنې په ښارګوټي کې د نمونوي لېسې ترڅنګ په غيرقانوني ډول يو شمېر کسانو ته د نومرو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
هغه زياته کړه، چې ترڅنګ یې په نورو دولتي ځمکو هم معامله روانه ده، خو وايي چا ته به اجازه ورنه کړي چې د خوست ځمکې د خپلو شخصي ګټو لپاره ووېشي.
دی وایي :" د نومونوي لېسې ترڅنګ ځمکه چې د ځوانانو له خوا څه موده وړاندې د یادې لېسې په نوم شوې وه، اوس یې رییسانو او چارواکو ته په یو او بل نوم ورکړې او د بانک اوېزونه یې هم اخیستي. زموږ هدف دا دی چې په خوست کې دې د ځمکو چور ودرول شي."
د فريدالله قربان په نوم بل اعتراض کونکي بيا پژواک اژانس ته وويل، چارواکي د دې پرځای چې په هېواد کې روان ناورین ته پام وکړي، د ځمکو په چور پسې يې را اخیستې او له حالاتو په استفادې خپلې ګټې لټوي.
فرید قربان: " وطن په ډېره بده ورځ کې دی، د دې پرځای چې ځوانان د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي او د نظام ملاتړ وکړي، خو چارواکي له دې حالته استفاده کوي، غلا او چور ته یې مخه کړې. خو په دې دې پوه شي چې ولسونه او دا ځوانان ورته اجازه نه ورکوي."
په ورته مهال د خوست د والي وياند طالب منګل بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، ولسمشر خوست ته د خپل وروستي سفر پرمهال هدايت وکړ، چې له نورو ولايتونو د ځمکو تبادله لغوه ده او شنې ساحې له غصب خلاصيږي، چې دا لړۍ روانه ده.
نوموړي زياته کړه، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې غير قانوني ځمکې چا ته په واک کې ورکړل شي، د غصب او يا د اوږدمهاله قراردادونو په نوم د خوست دولتي ځمکې غصب کړي.
دی وايي: "د ولايتي ادارې رهبري د غصب پر وړاندې جدي ده او په دې اړه يې ولسمشر ته واضح ګزارش ترتيب کړی. خو ښار د هېواد په پنځو لويو ښارونو کې راغلی چې ستراتېژيک پرمختيايي يا اېس ډي اېف پلان يې منظور شوی چې خوست ښار ته به قانوني وده ورکړل شي."
هغه وويل، هر څوک چې د اېس ډي اېف پلان پر وړاندې خنډ جوړوي، د خوست د ملي ګټو خلاف عمل دی او دوی اړونده ارګانونو ته هدايت کړی، چې په دې اړه يو واضح راپور ترتيب او ولايت مقام ته یې وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP