ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ خلک: ګاونډي هېوادونه دې د سولې پروسه کې بې ځايه لاسوهنې بندې کړي

د بلخ خلک: ګاونډي هېوادونه دې د سولې پروسه کې بې ځايه لاسوهنې بندې کړي

author avatar
27 Jul 2021 - 16:10
د بلخ خلک: ګاونډي هېوادونه دې د سولې پروسه کې بې ځايه لاسوهنې بندې کړي
author avatar
27 Jul 2021 - 16:10

مزارشريف (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۰): د بلخ اوسېدونکي وايي چې لا هم يو شمېر سيمه ييز او د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغان سولې بهير کې د خپلو خصمانه منافعو په لټه کې دي.

دوی چې د زمري په ۵ مه، مزار ښار کې راټول شوي وو همدا راز يې له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغانستان د سولې او ثبات برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي.

په بلخ کې د مدني ټولنو د همغږۍ کمېټې يوه غړي سيدمحمد يزدان پرست وويل چې د دوحې خبرو ځنډېدل افغانستان کې د جګړې د زياتېدو لوى لامل دی.

نوموړی زياتوي چې افغان حکومت او طالبان بايد د يوه باثباته افغانستان لپاره خبرې ګړندۍ کړي.

د هغه په وينا، يو شمېر سيمه ييز او په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه غواړي د خپلو خصمانه ګټو په خاطر د افغان سولې خبرې په بېلابېلو پلمو وځنډوي.

د هغه په خبره، افغان حکومت او طالبان بايد د سولې يوه توافق ته د رسېدو په موخه ژر تر ژره جګړه بنده کړي.

په ورته مهال د ښځو د حقونو يوه فعاله ازاده فرهمند وايي چې نړيواله ټولنه بايد په اوسنيو سختو شرايطو کې افغانان يواځې پرې نږدي.

د هغې په وينا، روانه جګړه هره ورځ له لسګونو افغانانو قرباني اخلي.

فرهمند وويل: ” موږ هره ورځ وينو چې زموږ ماشومان، ښځې، ځوانان او سپين ږيري وژل کېږي، زموږ د خلکو کورونه وسوځول شول، په مرموز ډول وژنې روانې دي، په نړيوالې ټولنې غږ کوو چې لطفا دې يواځې نظارت نه کوي.”

هغې وويل، هیڅوک حق نه لري چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د افغانستان جګړه نوره هم اوږده کړي.

په بلخ کې د سياسي چارو فعال نجيب الله صديقي پژواک ته وويل، د افغانستان ګاونډي هېوادونه د خپلو نامشروع ګټو د خوندي ساتلو په موخه د افغان سولې پروسې د ناکامولو هڅې کوي.

د هغه په وينا، افغان حکومت بايد د سولې راوستو او جګړې پای ته رسېدو لپاره د سيمه ييزې اجماع پياوړي کېدو برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

نوموړي وويل: ” ايران او پاکستان په ښکاره ډول د افغانستان په قضيه کې ښکېل دي، دوی د هر هغه توافق مخالف دي چې له مخې يې يو مقتدر حکومت په افغانستان کې رامنځته کېږي.”

د پوهنتون محصله او د ياد پروګرام ګډونواله فاطمه کريمي بيا د سولې يوه جامع توافق ته د رسېدو لپاره سراسري اوربند مهم بولي.

هغې پژواک ته وويل چې طالبان بايد د جګړې پر ځای د سولې پر پروسې ډېر تمرکز وکړي.

د بلخ اوسېدونکو په دغه غونډه کې همدا راز په ايران او پاکستان کې د افغان مهاجرينو پر ناسم وضعيت هم اندېښنه وښوده.

دوی له افغان حکومت او د مهاجرت له نړيوال سازمان څخه وغوښتل چې په يادو دواړو هېوادونو کې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

Visits: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.