Language

لسګونو ځوانانو د جګړې درولو او کندهار ژغورلو غږ پورته کړ

کندهار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۰): لسګونو ځوانانو د کندهار ښار له «شهیدانو څلور لارې» د جګړې درولو او کندهار ژغورلو غږ پورته کړ.

هغوی له طالبانو او حکومت څخه د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

ویناوالو وویل، جګړې له خلکو سکون او ارام اخیستی، د ژوند ټولې چارې یې درولې او اغېزمنې کړې دي، خلک خپل راتلونکي ته اندېښمن دي او نه پوهیږي چې څه روان دي او ولې روان دي؟

مدني فعال ولي محمد بادیزي وویل، له تېرو شلو ورځو راهیسې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده چې په دې سوځوونکې ګرمي کې یې له ۲۲ زره ډېرې کورنۍ کډوالې کړي او له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، ان یو شمېر کورنۍ څو ځلې کډې کولو ته اړې شوي، هر ځل چې هرې سیمې ته تللي همالته جګړه پیل شوې ده.

دی وايي، هره ورځ د جګړې له امله لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او وضعیت په خرابېدو دی.

د ده په خبره، تر ټولو دردوونکې دا ده چې مرکزي حکومت خاموش دی.

هغه د حکومت او نړیوالو پر خاموشۍ اعتراض وکړ او ویې ویل: «تاسې ولې خاموش یاست؟ ولې اقدام نه کوئ؟ ولې زموږ سره مرسته نه کوئ؟ ایا تاسې د خلکو کړاو نه وینئ؟ ایا تاسې د وطن تباهي او بربادي نه وینئ؟»

د کندهار یوه بل مدني فعال حکمت کاکړ پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي، د خلکو وژنې ودروي، د عامه شتمنیو د لوټ، تالان او ورانۍ مخنیوی دې وکړي او خپلو موخو ته دې د جګړې پر ځای له سوله ییزو لارو د رسېدو هڅه وکړي.

هغه زیاته کړه، د کندهار اوسېدونکي د ژوند ډېرې بدې او ترخې ورځې تجربه کوي او د ډېر ترحم وړ دي.

نوموړي د کندهار مشران د کرکې وړ وبلل او زیاته یې کړه: «هغوی چې ځانونه یې د کندهار مشران ګڼل او تېر ۲۰ کلونه یې ولس یرغمل کړی و، شتمنۍ او پانګې یې پیدا کړې، ټول تښتېدلي دي او ولس یې د جګړې اور ته یوازې پرې ایښی دی.»

هغوی له حکومت او نړیوالو وغوښتل چې کندهار وژغوري او د روان ناورین مخه ونیسي.

د فیضي په نوم د کندهار یو ځوان بیا پر ولس غږ وکړ چې را پورته شي او په بشپړ یووالي د جګړې پر وړاندې ودرېږي.

د ده په خبره، ولس کولای شي په تش لاس جګړه ودروي.

دغه راز ده وویل، پرېکړه شوې چې د کندهار ځوانان به د جګړې په منځ کې خېمې وهي او له دې لارې به د جګړې درولو غوښتنه کوي.

په کندهار کې دغه ځوانان په داسې حال کې د جګړې درولو او کندهار ژغورلو غوښتنه کوي چې وسله والو طالبانو د ګڼو ولسوالیو تر نیول کېدو وروسته د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې جګړه پیل کړې ده.

دغه وضعیت د خلکو د ژوند ټولې چارې اغېزمنې کړي او راتلونکي ته اندېښمن دي.