کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۰) : د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې د جګړې پر زیاتوالي د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره د درېیمګړي پر شتون ټینګار کړی دی.
توماس نیکلسون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د قطر د پلازمېنې دوحې په ۴۵ درجې ګرمۍ کې یې ۴۲ ساعته په پرله پسې توګه د افغان سولې په تړاو لیدنې کتنې کړې دي.
نوموړي ویلي، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو له مذاکراتي پلاوو، د هندوستان له سفیر ، د اروپایي هېوادونو د سفارتونو استازو او یو شمېر نورو سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وایی، د دې لپاره چې افغان لوري یوه سیاسي جوړ جاړي ته ورسیږي، نو د دوی ترمنځ درېیمګړتوب اړین دی.
د یادونې ده چې د افغان دولت د مذاکراتی ټیم مشر معصوم ستانکزي هم څو وارې دا ډول غوښتنه کړې ده.
توماس زیاته کړې : ” افغانستان له کورنۍ جګړې د ژغورلو لپاره دا ډېر مهم وخت دی.”
بلخوا له قطر څخه تر ستنېدو وروسته د اروپایي ټولنې سرپرست ځانګړي استازي توماس نیکلسون په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حنیف اتمر په دې لیدنه کې نوموړي ته د سولې پروسې د وروستیو بدلونونو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل .
هغه غوښتنه وکړه، چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي، څو په خپلو سیمو کې پر خلکو ظلمونه ونه کړي او اوربند ته یې چمتو کړي.
نیکلسون په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له بشري حقوقو سرغړونې کیږي.
نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر اوربند هم ټینګار وکړ او له حکومت څخه يې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن