کابل (پژواک، ٦ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٤٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٣٧ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٨٢١ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٤٤٤ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٤٥٩٩٦ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٦٥ کسان په بادغيس، ٥٨ په بغلان، ٤٥ په ننګرهار، ٣٥ په هلمند، ٣٤ په کابل، ٣٢ په فارياب، ٢٤ په باميان، ٢٢ په کندهار، ٢١ په کندوز، ١٦-١٦ په بدخشان او پروان، ١٤ په تخار، ١٢ په کاپيسا، ١٠ په سرپل، ٩-٩ په غور، فراه او جوزجان، ٧ په بلخ، ٥ په دايکنډي او ١ په هرات ولايت په کرونا ويروس اخته شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩١٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٩٥٧٢٦ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٣٧ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٦٦١٥ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٩٥ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٧٧ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،١ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP