جلال اباد (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت پوهنې رياست له لوري د دغه ولايت د روداتو ولسوالۍ نږدې ۱۲سوه ښوونکو او د پوهنې ادارې کارکوونکو ته د استوګنې د نومرو وېش لړۍ پیل شوه.
د ښوونکو د دغه ښار ګوټي د بنسټ ډبره پرون کېښودل شوه او مسوولین وايي، ټولټال ۶سوه جريبه ځمکه باندې به دغه ښارګوټی جوړ شي.
په همدې موخه د جلال اباد ښار د ۹مې ناحیې سرخ دیوال سیمه کې جوړو شوو مراسمو ته د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل، خوښ دی چې په ۶سوه جریبه ځمکه کې د روداتو ولسوالۍ ۱۱۵۲ ښوونکو او د پوهنې ادارې کارکوونکو ته د استوګنې په موخه د نومرو د وېش لړۍ پیلوي.
نوموړي زیاته کړه، په روداتو ولسوالۍ کې ۹۶۹ ښوونکي، اداري کارکوونکي او اجیران دي او په یاد ښارګوټي کې به زیاتې نومرې د څېرمه ولسوالیو ښوونکو ته ورکړل شي، همدا راز یې د ولایت مرستیالې او د پوهنې رئیس په ګډون له ټولو مسوولینو څخه مننه وکړه چې د یاد ښارګوټي د منظورۍ چارې یې بشپړې کړې دي.
د امرخېل په وینا، تر دې مهاله د دغه ولایت په چپرهار، خوږیاڼو، سره رود، کوز کونړ، بهسود، اچین او روداتو ولسوالیو کې د ښوونکو د ۹ ښارګوټو د وېش لړۍ ترسره او یا هم پیل شوې ده، همدا راز یې د وینا پر مهال د ښوونکو د دندې قدرداني وکړه او له ښوونکو یې وغوښتل چې د تدریسي ساعت پر مهال زده کوونکي په ملی روحیه وروزي او ډاډ یې وښود چې په دې چارې سره به امنیت تامین او د هر ډول ترهګریز فعالیت مخه به ونیول شي.
د ننګرهار پوهنې رييس حسیب الله شینواري د یاد ښارګوټې د پرانیستې له امله د ننګرهار والي او ولایت مرستیالې څخه مننه وکړه، زیاته یې کړه چې په یاد ښارګوټي کې به د نومرو وېش د پچې اچونې له مخې ترسره کړي، همدا راز یې ډاډ ورکړ چې په شفاف ډول به یاده پروسه بشپړه کړي، نوموړي له ښوونکو وغوښتل چې د نومرو د سند له ترلاسه کولو وروسته پرې عملاً چارې پیل کړي، ترڅو د غصب او نورو ستونزو مخنیوی وشي.
په مشرانو جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي سناتور لطف الله بابا د یاد ښارګوټي د پرانیستې له امله له مسوولینو څخه مننه وکړه او خوښي یې وښوده چې د ښوونکو یاد ښارګوټي کې پراخه سوداګریزې، تفریحي او نورې سیمې شتون لري چې له امله به یې یاد ښارګوټی بشپړ معیاري واوسي.
د روداتو ولسوالۍ يوه ښوونکي ميراغا وويل چې دا د ښوونکو لپاره ډېره ګټوره ده ځکه که ښوونکي د نورو سيمو وي او دنده يې ولسوالۍ کې وي نو مجبور دی يا هره ورځ تګ راتګ وکړي او يا هم په ولسوالۍ کې کرايه کور ونيسي چې د يو ښوونکي په مياشتنۍ تنخوا دغه دواړه کارونه ستونزمن دي.
هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې يو شمېر موسسات وهڅوي چې ښوونکو ته د دغو نومرو د ابادۍ په برخه کې مرسته وکړي.
د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړې پاملرنې له مخې يې دغه ولايت کې د ولسي پاڅونوالو له کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د چارواکو په وينا، د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په هدایت د پېښو په چارو کې د دولت وزارت له لوري په ننګرهار ولایت کې د سنګر ساتوونکو ولسي ځواک کورنیو لپاره ۲ سوه ټنه وریجې چې ۴ زره، پنځوس کیلو یي بورۍ کیږي، را ولېږدول شوې.
د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وایي، دغه مرستې د هغو ژمنو ثبوت دی چې ویلي مو و، څوک چې د نظام ساتنې لپاره قربانۍ ورکوي، حکومت به ورته پاملرنه کوي.
هغه زیاته کړه، له مرکزي ادارې څخه د مرستو د را جلبولو دا لړۍ به دوام وکړي او د ولایت مرستیال په مشرۍ به یې جوړ شوی کمېسیون په شفاف ډول مستحقو کورنیو ته ورسوي.
دی وایي، دا تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۳۰۰ ولسي کسان د نظام د ټينګښت او خپلو سيمو د ساتنې په موخه د ولسي پاڅون کوونکو په ليکو کې ځای پر ځای شوي دي.
د امرخیل په وینا، هڅې پيل شوي چې دغه ولايت کې د ملي اردو په ليکو کې د تشکيلاتو د کمښت ستونزه حل کړي چې راتلونکي کې د وسله والو د ممکنه بريدونو پر وړاندې له خپلو سیمو په کلکه دفاع وکړي او هغوی ته ماتې ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP