کابل ( پژواک ۷ زمری ۱۴۰۰): د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره اترا وایی د سلام مخابراتي شبکې د خدماتو د قطع کیدو اړوند شکایتونه او پوښتنې ورته رسیدلي دي.
د اترا ویاند سعید شینواري پژواک ته ووبل اوسمهال د اټرا اداره د هیوادوالو د شکايتونو په تړاو له افغان ټلکام سره په تماس کې ده او له نږدې ورسره همکاري کوي.
د هغه په وینا، یاد شرکت د مسوولينو د معلوماتو په اساس سلام شبکه د يوې تدارکاتي ستونزې له کبله د شرکت په بیلنګ سیسټم کې د خرابۍ له امله قطع شوې ده، چې ټیم يې پرې له خپلو خارجي متخصصینو سره کار کوي څو مشکل حل کړي.
د افغان ټلکام د مسوولینو د معلوماتو په اساس به تر سبا ماښام شبکه بیرته فعاله شي.
هغه وایی اټرا ادارې له افغان ټلکام نه د خدماتو د قطع کیدو بشپړ دلایل او معلومات غوښتي او له ارزونې وروسته به د اټرا ادارې رهبرۍته د لازمو تصامیمو لپاره وړاندې شي.
نوموړي وویل د يوې تنظيمي/مقرراتي ادارې په توګه اټرا اداره په دې باور ده چې د مخابراتي سکتور د فعالانو، دولتي او خصوصي، تدارکاتي تصامیم او پروسې باید په کافي اندازه چټکې، مؤثرې وي، څو د ورته ستونزې سره مخ نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP