منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۷ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

اترا: سلام شبکه د يوې تدارکاتي ستونزې له امله قطع شوې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۱ کتنې · تازه شوی

کابل ( پژواک ۷ زمری ۱۴۰۰): د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره اترا وایی د سلام مخابراتي شبکې د خدماتو د قطع کیدو اړوند  شکایتونه او پوښتنې ورته رسیدلي دي.

د اترا ویاند سعید شینواري پژواک ته ووبل اوسمهال د اټرا اداره د هیوادوالو د شکايتونو په تړاو له افغان ټلکام سره په تماس کې ده او له نږدې ورسره همکاري کوي.

د هغه په وینا،  یاد شرکت د مسوولينو د معلوماتو په اساس سلام شبکه د يوې تدارکاتي ستونزې له کبله د شرکت په بیلنګ سیسټم کې د خرابۍ له امله قطع شوې ده، چې ټیم يې پرې له خپلو خارجي متخصصینو سره کار کوي څو مشکل حل کړي.

د افغان ټلکام د مسوولینو د معلوماتو په اساس به تر سبا ماښام شبکه بیرته فعاله شي.

هغه وایی اټرا ادارې له افغان ټلکام نه د خدماتو د قطع کیدو بشپړ دلایل او معلومات غوښتي او له ارزونې وروسته به د اټرا ادارې رهبرۍته د لازمو تصامیمو لپاره وړاندې شي.

نوموړي وویل د يوې تنظيمي/مقرراتي ادارې په توګه اټرا اداره په دې باور ده چې د مخابراتي سکتور د فعالانو، دولتي او خصوصي، تدارکاتي تصامیم او پروسې باید په کافي اندازه چټکې، مؤثرې وي، څو د ورته  ستونزې سره مخ نه شي.