ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ايران په افغانستان کې د اوبو بندونو ته د ستونزو جوړولو په موخه وسله والو ته مالي امکانات ورکوي”

“ايران په افغانستان کې د اوبو بندونو ته د ستونزو جوړولو په موخه وسله والو ته مالي امکانات ورکوي”

author avatar
29 Jul 2021 - 16:47
“ايران په افغانستان کې د اوبو بندونو ته د ستونزو جوړولو په موخه وسله والو ته مالي امکانات ورکوي”
author avatar
29 Jul 2021 - 16:47

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۰ ): په کابل کې یو شمېر سیاسي ګوندونه وایي چې ايران د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې ترڅنګ د اوبو بندونو ته د ستونزو جوړولو په موخه وسله والو ته مالي امکانات ورکوي.

د یادې موضوع په تړاو سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنو غړو د زمري په ۷مه کابل کې خبري ناسته جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د حق او عدالت ګوند رییس معین څمکني وویل چې ایران هېواد دې د افغانستان له جګړې څخه ناوړه استفاده نه کوي او د اوبو بندونو ته دې ستونزې نه جوړوي.

څمکني د افغانستان له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې د دښمن ښکار نه شي او د خپل هېواد د جوړولو لپاره دې سره یو ځای شي.

دغه راز د همفکره ځوانانو ملي ایتلاف رییس عبدالصمد فورملي وویل چې په افغانستان کې د ایران هېواد لاسوهنې ورته د منلو نه دي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د هېواد ملي ګټو ته زیان ورسوي.

فورملي وایي چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د ایران هېواد د لاسوهنو مخه ونیسي.

هغه له امریکا څخه غوښتنه وکړه چې په ایران فشار راوړي تر څو د وسله والو طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د کابل د اصلي اوسېدونکو خلکو د شورا مشر عبدالرحیم نوري وویل چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه نه غواړي چې دلته سوله راشي او دوی تل ستونزې  جوړې کړې دي.

دی وایي: ((د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو هم افغانستان ته توجه نه ده کړې همسایه ګان خو لا څه کوې، افغانستان يوې قوي پاملرنې ته اړتيا لري.))

د جګړې پر ضد ګوند مشر سید جواد نهضت یار وویل چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د جګړې ننداره نه کوي او مخه دې ونیسي.

نوموړي وویل چې نړیواله ټولنه يواځې په افغانستان کې د جګړو د قربانیانو شمېرې خلکو ته وړاندې کوي، خو د جګړې مخنیوی یې تر اوسه نه دی کړی.

ده ټينګار وکړ چې ايران او نور ګاونډي هېوادونه دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې نه کوي او خلک يې هم بايد پر وړاندې ودرېږي.

دغه راز د یو شمېر نورو ګوندو غړو هم ورته څرګندونې وکړې او په پای کې یې یو پرېکړه لیک هم صادر کړ.

په پرېکړه لیک کې يادو ګوندونو د ايران له لوري د وسله والو طالبانو په ګډون د يو شمېر وسله والو ډلو مالي ملاتړ په کلکو ټکو غندلى دى.

په پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې د ایران هېواد دې په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ژر تر ژره بندې کړي.

همدارنګه په دغه پرېکړه ليک کې راغلي چې د سلما بند د افغانستان له بنسټيزو پروژو څخه دی او بايد جدي ساتنه يې وشي ترڅو وسله وال يې پر ورانولو ونه توانيږي.

په پرېکړه ليک کې ادعا شوې چې د هېواد په لوېديځ کې د نا امنو د ډېرېدو يواځنۍ لامل د ايران له لوري د وسله والو ډلو تمويل دى.

د يادونې ده چې په تېرو څو مياشتو کې څو ځلې د سلما بند پر ساتوونکو او پوستو يې بريدونه شوي او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

Visits: 189

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.