خوست ښار (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۰): د يو شمېر قومي مشرانو او اوسيدونکو د وسله والو طالبانو هغو څرګندونو سره مخالفت ښيي، چې ويلي و که محمد اشرف غني استعفی وکړي، دوی حاضر دې سوله وکړي.
دغه کسانو چې شمېر يې لسګونه رسيده، دا څرګندونې نن د «زمري ۸مه» د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.
د غونډې ويناوالو خپلو خبرو کې وويل، که څه هم ظاهراً دا خبرې طالبان کوي، خو تر شاه يې د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول استخبارات لاس لري.
هغوی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو يوه وياند او د مرکچي پلاوي غړي سهيل شاهين امريکايي اژانس «ای پي» سره مرکه کې ويلي و، تر هغې سوله نه کيږي، څو پورې چې اشرف غني استعفی نه وي ورکړې.
يو تن قومي مشر ملک ځدراڼ غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، افغان ولس اجازه نه ورکوي چې په اوسنيو حالاتو کې دې ولسمشر استعفی وکړي.
هغه وويل، طالبان دې د يوه ميکانيزم له مخې د سولې په برخه کې مخکې لاړ شي، خو د هغوی وروستۍ غوښتنې سره ولس مخالفت دی او که اړتيا شوه د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو په وړاندې دريږي.
د غونډې يو بل ګډونوال حميدالله محب خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان اوسنۍ مسله د ولسمشر محمداشرف غني په استعفی نه شي حل کيدلی.
هغه وويل، که طالبان غواړي چې واک ته ورسيږي، را دې شي له جنګ دې لاس واخلي او يو بل بايد ومني.
محب وايي: ((لکه څه ډول چې په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين وويل چې ولسمشر دې استعفی وکړي، هيڅکله افغانستان په استعفی سره نه جوړيږي او نه په افغانستان کې سوله راتلی شي، بلکې هر څوک بايد راشي په افغانستان کې يو ورور بل ورور ومني او يو بل ته غاړه ورکړي، څو افغانستان د ترقۍ پر لور روان شي.))
د کمال په نوم د دغې غونډې بل ګډونوال بيا خپلو خبرو کې وويل، اوسني نازک شرايط د دې ايجاب نه کوي چې ولسمشر محمداشرف غني دې له خپلې دندې استعفی وکړي.
هغه زياته کړه، که چېرې ولسمشر دا کار ترسره کړي، هېواد به يو ځل بيا د تېرو ترخو تجربو شاهد وي.
نوموړي وويل: ((که چېرې اشرف غني استعفی وکړي، ښايي په هېواد کې ګډوډۍ رامنځته شي او نوره تشنج اضافه شي، نو ښه خبره دا ده چې هر څوک راځي د انتخاباتو له طرف نه، د سولې طرف نه، د امن طرف نه افغانستان ته راشي او افغانستان کې به امن وي او موږ به د دې جنګونو او مرګونو څخه خلاص و.))
ولسمشر اشرف غني څو ځله ويلي دي، که د هغه په استعفی سره څوک د دايمې سولې، ډاډ من امنيت او ټول شموله حکومت د جوړولو تضمين ورکولی شي، په هغه صورت کې به نوموړی حتماً له خپل واک تېر شي.