Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د طالبانو پر کاروان هوایي برید کې ۳۷ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده»

شبرغان (پژواک، ۹ زمری ۱۰۰): د جوزجان ملي امنیت ادعا کوي چې د طالبانو پر کاروان د حکومتي ځواکونو په هوایي برید کې د دې ډلې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي، خو طالبان خپلو کسانو ته د مرګ ژوبلې یاده شمېره ناسمه بولي.

د جوزجان ولایت د ملي امنیت ریاست په یو خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو پرون ماښام د له سرپله د مرستندوی ځواکونو غوښتلو ترڅنک غوښتل چې پر شبرغان ښار برید وکړي.

سرچینې زیاته کړه چې د طالبانو مرستندوی کسان امنیتي کمربند ته نږدې د هوایي ځواکونو تر برید لاندې راغلل چې په پایله کې ۲۵ کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه برید کې د هغوی پنځلس موټرسایکلونه هم تخریب شوي او د وژل شوو کسانو جسدونه تر نیمې شپې په سیمه کې پاتې وو.

سرچینې زیاته کړې ده چې د دغه برید له امله طالبانو ونه شو کړای چې خپل عملیاتي پروګرام عملي کړي او نن هم د شبرغان ښار په څنډو کې د هغوی مورچې تر هوایي بریدونو لاندې دي.

د حسن تابین کلي یوه اوسېدونکي محمد نسیم وویل: «زموږ په کلي کې اصلاً څوک پاتې نه دي، موږ کله کله د احوال اخیستو په موخه له خپلو کورونو کلي ته ځو.»

هغه زیاته کړه طالبان چې کله د هوایي ځواکونو تر برید لاندې نیول کېږي، د پېښې ساحې څوک نه پرېږدي، څو خلک یې د کسانو د وژلو شاهد ونه اوسي.

نوموړي وویل چې طالبانو خالي کورونه سنګرونه ګرځولي او د کورونو دېوالونو یې یو بل ته سوري کړي دي.

ده وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې له امله د استوکنو کورونو ځينې برخې تخریب شوې دي او دغه پروسه لا روانه ده.

هغه په ډاګه کړه چې د مرغاب، غوره، حسن تابین، کهلک، سه شنبې، افغان تپه، منګوتي او د عیدمه کلا کلیو اوسېدونکو یا د شبرغان ښار ته پناه وړې یا نورو ولایتونو ته تللي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شبرغان ښار په امنیتي کمربند کې د طالبانو پر کاروان برید تاييد کړ خو ویې ویل چې په دغه برید کې د دوی یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

ده زیاته کړه، د دولت دغه ادعا چې ګواکې ډېر طالبان وژل شوي، ناسمه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.