کابل (پژواک، ٩ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣١٩ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٢٨ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢١٣٢ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٣١٩ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٤٧٤٧٣ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه پېښو کې ۱۰۸ په هرات، ۵۲ په غزني، ۲۴ په کابل، ۲۱ په تخار، ۲۰ په کاپیسا، ۱۸ په ننګرهار، ۱۶ په فراه، ۱۵ په سرپل،۱۰-۱۰ په کندهار، ۷ په غور، ٤-٤ په لوګر، دایکنډي او کونړ، ۳ په کندوز او يوه هم په بلخ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٥٩ کسان د کرونا له ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۹۸۰۷۳ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٣٩ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۶۷۳۶ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٩٧ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٧٩ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٢ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن