ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې د یوه نظامي په ګډون درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

جلال اباد ښار کې د یوه نظامي په ګډون درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
31 Jul 2021 - 10:54
جلال اباد ښار کې د یوه نظامي په ګډون درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
31 Jul 2021 - 10:54

جلال اباد (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن سهار په يو وسله وال بريد کې يو نظامي وژل شوی او دوه ملکيان ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ۹مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند د کهنه فروشۍ کوڅې سيمه کې ناپېژاندو وسله والو له يوې هندي ريکشې په ګټې اخیستو پر خلکو ډزې کړې دي.

دی وايي، په دغه بريد کې يو نظامي چې نوموړی يې په تړاو نور جزيات نه ورکوي، وژل شوی او دوه ملکيان ټپيان دي.

د دغه بريد مسووليت چا نه دی اخيستی.

دا په تېرو درېيو ورځو کې د هدفي بريدونو درېيمه پېښه ده چې په جلال اباد ښار کې رامنځته کېږي.

Views: 262

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.