ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار او زابل ولایتونو کې ۱۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په کندهار او زابل ولایتونو کې ۱۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
1 Aug 2021 - 11:29
په کندهار او زابل ولایتونو کې ۱۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
1 Aug 2021 - 11:29

کندهار (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰) : د کندهار او زابل ولایتونو ځایي چارواکي وایي چې په بېلا بېلو امنیتي پېښو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار میرویس حوزوي روغتون سرچینې وایي چې دوی ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړې له امله درې جسدونه او لس ټپیان ور وړل شوي دي.

د دغه روغتون آمر ډاکټر محمد داوود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، ټپیان د کندهار ښار له ۹ او ۱۳ حوزو، جمیل مېنې او لویې ویالې سیمو څخه راوړل شوي دي.

د هغه په وینا، د دغو ټپیانو له ډلې پنځه کسان یې پر مرمیو لګېدلي او پنځه تنه د هاوان مرميو لګېدو له امله ټپیان شوي چې دوه ښځینه او دوه ماشومان هم په کې شامل دي.

دی وايي، روغتون ته درې جسدونه هم راوړل شوي چې هویت یې څرګند نه دی.

بلخوا تېره شپه د زابل په مرکز کلات کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې پنځه ماشومان ټپيان شوي دي.

د زابل د ولایتي روعتون سرطبیب ډاکټر نذیر حریفال پژواک ته وویل، تېره شپه د کلات اړوند په مریاڼو کلي کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، پنځه ماشومان یې ټپیان کړي چې د درملنې لپاره روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، ماشومان بستر شوي او درملنه یې پیل شوې ده.

د زابل امنیه قوماندان جنرال ویس صمیمي هم پېښه تاییدوي او وايي، د هاوان مرمۍ د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوې ده.

خو وسله وال طالبان دغه ادعا ردوي.

بله خوا تېره شپه د کلات ښار اړوند د سینک په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. تر اوسه دواړو لورو په دې اړه څه نه دي ویلي.  خو د یادې شوې سیمې اوسېدونکي وايي چې د جګړې له امله د خلکو درې دوکانونه سوځېدلي او مالي زیان یې ور اړولی دی.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.