ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: هرات او هلمند ته ځانګړي ځواکونه ورسېدل

حکومت: هرات او هلمند ته ځانګړي ځواکونه ورسېدل

author avatar
1 Aug 2021 - 11:23
حکومت: هرات او هلمند ته ځانګړي ځواکونه ورسېدل
author avatar
1 Aug 2021 - 11:23

کابل (پژوک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰) : د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وایي چې هرات او هلمند ولایتونو ته تازه دمي ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي د زمري په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن په مشرۍ د پولیسو ځانګړو ځواکونو یوه ډله هرات ولایت ته رسېدلې ده.

هغه زیاته کړه، چې ډېر ژر به د ستر امنیتي مرستیال په مشرۍ په هرات ښار او شاوخوا سیمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پیل شي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت مرستیال فواد امان په خپله ټویټر پاڼه کې د هغو ځانګړو ځواکونو عکسونه خپاره کړي چې تازه هرات او لښکرګاه ته رسېدلي دي.

نوموړي ویلي چې ډېر ژر به په لښکرګاه او او هرات ښارونو کې چاڼیز عملیات پیل او یاد ښارونه به له وسله والو پاک شي.
فواد امان وایي چې تېره شپه په لښکرګاه کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه شوي چې د دوو قوماندانانو په ګډون تر ۵۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هرات او هلمند ته په داسې حال کې ځانګړي ځواکونه لېږل کیږي چې په دغو ښارونو کې جګړو زور اخیستی او په لښکرګاه کې وسله وال طالبان د ښار مرکزي سیمو ته رسېدلي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې ده چې د لښکرګاه ښار نهمه حوزه یې هم تېره شپه په بشپړه توګه نیولې ده.

هغه ویلي چې د هرات ښار د پل مالان په سیمه کې یې د دولتي ځواکونو بریدونه په شا تمبولي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

Views: 334

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.