Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار د ولايتي شورا سلاکار د نامعلومه وسله والو اخوا ووژل شو

جلال اباد(پژواک ۱۱ زمري ۱۴۰۰): د ننګرهار د ولايتي شورا رييس وايي چې د دغې شورا يو کارپوه نن ماښام په جلال اباد ښار کې د نامعلومه وسله والو له لوري ووژل شو.
د راپورونو له مخې نوموړی د ماښام لمانځه پرمهال له جوماته کور ته روان و چې وسله والو پرې بريد کړی دی.
د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت د زمري په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل چې امدالله همدرد نن ماښام د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند مجبور اباد سيمه کې په نښه شوی دی.
د ننګرهار ولايت يوې امنيتي سرچينې هم تاييد کړه چې دغه پېښه رامنځته شوې ده.
د دغې پېښې مسوليت چا په غاړه نه دی اخېستی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.