ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټيلېفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیستل شو

د ټيلېفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیستل شو

author avatar
2 Aug 2021 - 17:29
د ټيلېفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیستل شو
author avatar
2 Aug 2021 - 17:29

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۰) : د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د ټیلېفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام نن سهار په ارګ کې پرانیستل شو.

له ارګ څخه د زمري په ۱۱مه، پژواک ته په یوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي په دغو مراسمو کې وویل، دا د عادي ټیلېفونونو له لارې له انټرنیټ پرته د پیسو د لېږد مهم پروګرام دی .

هغه زیاته کړه، له دې وروسته د دولت ټول ملکي او نظامي کارکوونکي د عادي ټیلېفون په لرلو سره خپل حسابونه چیک کولای او خپلې تنخواګانې خپلې کورنۍ او هر هغه چاته چې دوی یې وغواړي، لېږدولی شي.

په خبرپاڼه کې راغلی، د ولسمشر په حضور کې د افغانستان بانک تخنیکي ټیم له لوري د دغه پروګرام له عملي اجرا وروسته  ولسمشر غني د افغانستان بانک مسوولینو څخه په مننې ټولو هېوادوالو ته د دغه اساسي پرمختګ او تاریخي ګام مبارکي وویله.

ولسمشر غني دغه سیستم د فساد او ناسمو ګټو د مخنیوي او شفافیت په برخه کې ګټور وباله او ویې ویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین له دې وروسته خپلې تنخواګانې په اسانۍ خپلو کورنیو ته لېږدولی شي. هغه زیاته کړه، دغه سیستم او تجربه په افریقا کې هم بریالۍ وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.