کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۰) : سلګونو افغانانو د کاناډا او فرانسې په ټورنټو او پاریس ښارونو کې د پاکستان او ایران د لاسوهنو پر ضد لاریونونه وکړل.
دغه لاریونونه چې پرون تر غرمې وروسته ترسره شوي، ګډونوالو یې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او جمهوري نظام څخه ملاتړ څرګند کړ او په افغانستان کې یې د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو د نیابتي جګړې د ژر تر ژره بندېدلو غوښتنه وکړه.
لاریون کوونکو چې د افغانستان تور، سور او زرغون بیرغونه او د پاکستان نیابتي جګړې ضد شعارونه له ځانونو سره لېږدول، د ژوندي دې وي ملي امنیتي ځواکونه شعارونه ورکول.
په دواړو لاریونونو کې ویناوالو په ځانګړې توګه پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف په بربنډه لاسوهنه او نظامي مداخله تورن کړ.
لاریون کوونکو په پرېکړه لیک کې چې د کاناډا، فرانسې د بهرنیو چارو وزارتونو په ګډون ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري ادارو ته هم لېږل کیږي غوښتنه وکړه چې د پاکستان دولت او پوځ له خوا د ترهګرو د روزنې، پټنځایونو، تمویل او تجهیز خپله مضره چوپتیا ماته کړي.
دوی دغه راز نړیوالو ته خبرداری ورکړ چې د پاکستان له خوا د ترهګرۍ پالنه نه یوازې د افغانستان امنیت او ثبات ته خطر رامځته کوي، بلکې د نړۍ امنیت ته هم ګواښ پېښوي چې باید مخنیوی یې وشي.
تر دې مخکې هم د اروپا او امریکا په بېلابېلو ښارونو کې ورته لاریونونه شوي او په نږدې راتلونکي کې هم په ناروې، جنیوا او نورو کې د ورته لاریونونو تیاری نیول کیږي.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن