کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۰): د خیبر پښتونخوا په درېیو سیمو کې د پولیو یا ګوزڼ واکسین د ټېمونو پر ساتونکو بریدونه شوي چې له امله یې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی چې دا بریدونه د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان، سوېلي وزیرستان او پېښور کې شوي دي.
د ځایي مسوولینو د معلوماتو له مخې، وروستی برید نن (د زمري ۱۱مه) په دېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې شوی دی.
د دې سیمې د پولیسو ویاند امتیاز علي رسنیو ته ویلي چې نن سهار د کلاچې په سیمه کې وسله والو کسانو د پولیسو ټېم پر ساتونکو ډزې کړې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
دغه راز پرون د سوېلي وزیرستان په لدها سیمه کې هم د پولیسو ټېم پر ساتونکو برید شوی چې له امله یې یو کس ټپي شوی دی.
د یو بل خبر له مخې، پرون د پېښور ښار په داوودزي سیمه کې هم د پولیو پر ساتونکو ډزې شوې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی دی.
په خېبرپښتونخوا کې د پوليو پروګرام د مخنيوي چارواکي وايي، له يادو پېښو وروسته په دغه ولایت کې د پولیو کمپاين نه دی درول شوی دی.
د پاکستان تحریک طالبان په وزیرستان کې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
Views: 33
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP