ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: جګړه د لښکرګاه ښار لومړۍ حوزې ته رسېدلې ده

سرچینه: جګړه د لښکرګاه ښار لومړۍ حوزې ته رسېدلې ده

author avatar
2 Aug 2021 - 11:50
سرچینه: جګړه د لښکرګاه ښار لومړۍ حوزې ته رسېدلې ده
author avatar
2 Aug 2021 - 11:50

لښکرګاه (پژواک، ١١ زمرى ١٤٠٠): حکومتي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو په تېرو څو ورځو کې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار پنځه حوزې نيولې او دا مهال یې د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې جګړه روانه ده.

خو بل لور ته امنيتي مسوولين وايي چې په هلمند کې یې د وسله والو طالبانو بريدونه پر شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

په هلمند کې يوې باوري سرچينې د زمري په ١١مه پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په تېرو څو ورځو کې د دغه ولايت د مرکز لښکرګاه پنځمه، شپږمه، اوومه او اتمه حوزې نيولې دي.

یاده سرچینه وايي چې طالبانو تېره شپه د دويمې حوزې نورې ټولې سيمې نيولې، يواځې د امنيې قوماندانۍ ودانۍ پاتې ده او جګړه دوام لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې کارته لګان، صافيان، زړه کلا، د هيلې چوک او ځينې نورې سيمې نيولې دي.

هغه زياتوي چې د يادو جګړو له امله ملکي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه یې د شمېرې په اړه کره معلومات نشته.

بل لور ته پرون په لښکرګاه کې ايمرجنسي روغتون ويلي وو چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٨ ټپيان او نهه جسدونه دغه روغتون ته ور وړل شوی دي.

ايمرجنسي روغتون دا هم ويلي وو چې ټولې خونې یې له ټپيانو ډکې شوې او دا مهال د روغتون په انګړ کې د کومکي بسترونو د جوړولو لړۍ روانه ده.

د هلمند اوسېدونکي ټينګار کوي، که چېرې دغه ولايت ته ډېر ژر او بېړنۍ پاملرنه ونه شي، نو سقوط به وکړي.

خو بلخوا امنيتي مسوولين وايي چې په هلمند کې د طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان وايي چې تېره شپه د هلمند په مرکز لښکرګاه پر زندان د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى دى.

هغه وايي چې په دې جګړه کې ٣٨ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د لښکرګاه ښار په بېلابېلو سيمو کې تېره شپه هوايي بريدونه شوي دي.

سرچينه وايي چې په دغو بريدونو کې ٣٦ طالبان وژل شوي او ١٩ نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو د هلمند د مرکز لښکرګاه ډېرې سيمې نيولې او په ځينو نورو کې يې جګړه روانه دي.

د يادونې ده، په هلمند کې د وروستيو جګړو له امله زرګونه کورنۍ بېځايه شوې او دا مهال له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي.

Views: 646

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.