ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«هلمند کې پر اریانا افغان روغتون برید د ناسم کوردینات له مخې شوی»

«هلمند کې پر اریانا افغان روغتون برید د ناسم کوردینات له مخې شوی»

author avatar
3 Aug 2021 - 15:43
«هلمند کې پر اریانا افغان روغتون برید د ناسم کوردینات له مخې شوی»
author avatar
3 Aug 2021 - 15:43

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰): ځینې سرچینې وایي، درې ورځې مخکې د هلمند په مرکز کې پر یوه خصوصي روغتون هوایي برید- چې د درانه مالي زیان ترڅنګ، پنځو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې- د ناسم کوردینات له مخې شوی دی.

د راپورونو له مخې، د روانې زمري میاشتې په نهمه دولتي ځواکونو د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د «اریانا افغان» په نوم پر یوه خصوصي روغتون هوایي برید وکړ.

په خپرو شوو راپورونو کې راغلي وو چې په دغه برید کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي، خو اوس ځینې سرچینې وایي چې په دغه برید کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

د اریانا افغان روغتون مالک او مشر ډاکتر محمد دین نړیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شل بستریز روغتون چې د لښکرګاه ښار په کچه تر ټولو مجهز او پر وسایلو سمبال خصوصي روغتون و، د ښار اړوند په «بیټون» سیمه کې موقعیت لري.

ده وویل چې پر روغتون له برید یوه ورځ مخکې، وروسته له هغه چې د هلمند ښار په ځینو برخو کې جګړو زور واخيست، د روغتون چارواکو پرېکړه وکړه چې خپل ټول کارکوونکي د پنځو ورځو لپاره رخصت کړي.

د هغه په وینا، د همدې پرېکړې له مخې، نور کارکوونکي رخصت شول او په روغتون کې څو نوکریوالان او دوه عملیات شوي ناروغان (یو ماشوم او یو سړی) د هغوی له پایوازانو سره پاتې شول.

نړیوال وایي چې له دې پرېکړې یوه ورځ وروسته (د زمري په نهمه) له غرمې مخکې لس بجې دولتي ځواکونو پر دغه روغتون «د غلط کوردینات» له مخې چې ګواګې په روغتون کې وسله وال طالبان ځای پر ځای شوي، هوایي برید وکړ.

ده وویل چې طالبان د اریانا افغان روغتون په شاوخوا ۶۰۰ مترۍ کې د «بوست» په نوم په بل یوه روغتون کې وو، خو دولتي ځواکونو پر اریانا افغان روغتون په داسې حال کې برید وکړ چې په دغه روغتون کې طالبان نه وو.

هغه وایي چې په یاد برید کې په اریانا افغان روغتون کې د بستري شوي ماشوم پایواز ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي. دی وایي چې په ټپیانو کې دوه نرسانې، دویم بستري ناروغ او د هغه پایواز شامل دي.

نړیوال زیاته کړه چې په دغه برید کې د روغتون د ودانۍ ډېرې برخې ویجاړې شوې، ډېر طبي وسایل سوځېدلي او ځیني نور یې خلکو له برید وروسته چور کړي دي.

هغه وویل چې ټولټال ورته شاوخوا ۸۰۰زره امریکايي ډالره زیان اوښتی.

دی د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي: “موږ په هلمند کې خلکو ته زیات خدمت کړی، خو ځیني خلک مو نه پرېږدي چې خدمت وکړو، دولت مو هم نه پرېږدي، دولت داسې راسره وکړل چې هر څه یې بمبار کړل.”

په هلمند کې یوې سیمه ییزې سرچينې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې ده هم د سیمې له خلکو او ځینو نورو سرچینو سره خبرې کړې او هغوی ورته ویلي چې طالبان د بوست په نوم روغتون کې وو، خو دولتي ځواکونو د ناسم کوردینات له مخې پر اریانا افغان روغتون هوایي برید وکړ.

خو پژواک له هوایي برید مخکې له یادې سېمې څخه یو انځور ترلاسه کړی دی او په انځور کې ښکاري چې طالبان د اریانا افغان روغتون ته نیږدې ولاړ دي.

همدا راز یو بله سرچېنه هم چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وایي:”ترکومه چې زه خبریم د اریانا افغان روغتون شاوخوا ټولې سېمې طالبانو نېولې وې داسې سېمه نه وه چې هلته طالبان نه وي طالبانو د همدغه روغتون له شاوخوا پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې کله چې بمبار  وشو طالبان له سېمې ووتل.”

یو بله سرچېنه هم چې د برید پرمهال د روغتون په ۳۰۰ مترۍ کې وه وایي:”له برید مخکې په روغتون او شاوخوا سېمه کې یې طالبان وه کله چې برید وشو طالبانو له روغتون او شاوخوا سېمو خپل ټپیان راوباسل.”

د هلمند د والي له ویاند سره مو اړیکه ټینګه کړه، خو د یاد برید په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.

دغه موضوع مو د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر سره هم د واټسپ له لارې شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د افغانستان په جګړه کې ۱۳۰ پلونه او پلچکونه، ۱۳ ښوونځي او ۳ کلينیکونه ویجاړ شوي دي.

سرچینې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکي خلکو د ژوند او ټولګټو تاسیساتو خوندیتوب له پامه نه غورځوي.

Visits: 111

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.