اسعد اباد (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰): د کونړ ولایت چارواکي وایي چې وسله وال طالبان په غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو کې له خلکو په زور ډوډۍ غواړي.
طالبانو په دې وروستیو کې یادې ولسوالۍ نیولې دي.
د کونړ مرستیال والي واصف الله واصفي په اسعد اباد ښار کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د یادو ولسوالیو ډېر اوسېدونکي چې د طالبانو دغه غوښتنه نه شي پوره کولی، خپل کلي کورونه پرېیښي دي.
ده زیاته کړه: "طالبانو د قلنګ په ډول، په هر کور درې وخته د ډوډۍ نوبت ایښی دی او په هر وخت کې به ۱۵ طالبانو ته ډوډۍ ورکوي."
واصفی وایي، له ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو تر اوسه له اووه زرو زیاتې کورنۍ چې ټول پنځوس زره کسان کېږي، د ولایت مرکز او نورو سیمو ته کډه شوې دي.
د نوموړي په وینا، د ولایت مقام د ټولو راکډه شوو کورنیو د ځای پر ځای کولو لپاره منظم پلان جوړ کړی، دوولس د سروې ټېمونه یې ګومارلي څو بېځایه شوو کورنۍ په دقیق ډول سروې کړي او بیا ورسره مرستې وکړي.
د ولایت مرستیال وویل، ډېرې بېځایه شوې کورنۍ د کونړ ولایت په پنځو ګرم سیرو ولسوالیو په ښوونځیو کې ځای په ځای شوې دي.
واصفي زیاتوي، ځینې نورې یې په کرایه کورونو کې او خپلو خپلوانو سره اوسېږي.
نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه د ولایتي ادارې، موسساتو، مرستندویه بنسټونو، سوداګرو او کورنیو له خوا له دوه زره کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړې او لا هم دوام لري.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا موضوع رد کړه او ویې ویل چې حکومت هر چیرې دا ډول تبلیغات کوی.
هغه زیاته کړه، چې خلک پخپلو سیمو کې له طالبانو سره پخپله خوښه بیلا بیل ډول همکارۍ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP