کابل (پژواک، ١٢ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٦١ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٣٢ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٧٣٨ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٣٦١ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٤٨٩٣٣ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه پېښو کې ٤٧ په هرات، ٤١ په ننګرهار، ٤٠ دايکندي، ٣٧ په کابل، ١٧ په سرپل، ١٥-١٥ په تخار، غزني او خوست، ١٤-١٤ په کونړ او پکتيکا، ١٣-١٣ په کندهار، بدخشان او غور، ١٢-١٢ په بلخ او پکتيا، ٩ په بادغيس، ٨- ٨ په کندوز او اروزګان، ٦ په لوګر، ٥ په پروان، ٤ په فراه او درې په میدان وردګ ولايتونو کې ثبت شوې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٦٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٠٨٩٦ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٣٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٦٨٣٦ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٩٨ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٨٠ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٢ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن