ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار حوزې برېښنا رییس د یوې پایې د ترمیم پر مهال جګړه کې ټپي شو

د کندهار حوزې برېښنا رییس د یوې پایې د ترمیم پر مهال جګړه کې ټپي شو

author avatar
3 Aug 2021 - 17:46
د کندهار حوزې برېښنا رییس د یوې پایې د ترمیم پر مهال جګړه کې ټپي شو
author avatar
3 Aug 2021 - 17:46

کندهار (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰): د کندهار حوزې برېښنا رییس امان الله فاروقي د هاوان په یوه برید کې ټپي شوی دی.

نوموړی د زمري په ۱۲مه، له خپل کاري ټیم سره د برېښنا د یوې ویجاړې شوې پایې د ترمیم لپاره ژیړۍ ولسوالۍ ته تللی و چې له دې پېښې سره مخ شو.

د کندهار حوزې برېښنا ریاست د مطبوعاتو د برخې مسوول احسان الله امین پژواک خبري اژانس ته وویل، امان الله فاروقي له خپل کاري ټیم سره یو ځای ژیړۍ ولسوالۍ ته تللی و ، څو د برېښنا هغه ویجاړه شوې پایه ورغوي چې له امله یې له نږدې یوې میاشتې راهیسې پر کندهار ښار برېښنا درېدلې ده.

هغه زیاته کړه، د کار پر مهال جګړې شوې او دوی ته نږدې د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې د برېښنا رییس امان الله فاروقي د سر په برخه کې ټپي شوی، خو نور ټیم ته زیان نه دی رسېدلی.

نوموړی دا مهال د کندهار ښار په میرویس روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د روغتون ډاکټران وايي چې د هغه روغتیايي وضعیت ښه دی.

امنیتي چارواکي او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په تېره یوه میاشت کې درېیم ځل دی چې د کندهار برېښنا حوزې کار کوونکي تر برید لاندې راځي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د همدې ریاست یو کارکوونکی نصیر احمد چې دې ولسوالۍ ته د همدې پایې د ترمیم لپاره تللی و، د جګړې پر مهال ووژل شو.

دغه راز یو ځل د برېښنا ریاست د کارکوونکو پر موټر ډزې هم وشوې چې چا ته په کې زیان و نه رسېد.

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله شاوخوا یوه میاشت کېږي چې په ژيړۍ ولسوالۍ کې د برېښنا پایه ویجاړه شوې او درې ځله یې د ترمیم هڅه شوې خو هر ځل کارکوونکي له بدو پېښو سره مخ شوي دي.

کندهار ښار لا هم له برېښنا بې برخې دی.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.