ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٨ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٨ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

author avatar
4 Aug 2021 - 15:17
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٨ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي
author avatar
4 Aug 2021 - 15:17

کابل (پژواک، ١٣ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٢٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٢٨ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ١٣ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٩٤٦ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٤٢٨ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٤٩٣٦١ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٨٠ کسان په هرات، ٥١ په کابل، ٤٦ په لغمان، ٣٣ په تخار، ٣٠ په غزني، ٢٧ په بغلان، ٢١ په بادغيس، ٢٠ په پکتيکا، ١٩ په ننګرهار، ١٨ په بلخ، ١٧ په دايکنډي، ١٤ په غور، ١١ په پروان، ١٠ په فراه، ٨ په پکتيا، ٧ په کونړ، ٤-٤ په کندهار او کندوز، ٣-٣ په بدخشان او سمنګان او يو-يو په میدان وردګ او لوګر ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٣٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠١٣٢٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٢٨ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٦٨٦٤ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٠٠ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٨٠ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٢ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.