جلال اباد (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په جلال اباد ښار کې يې د داعش دوه غړي د وروستیو هدفي وژنو په تړاو له دوه میله بې غږه وسلو سره یو ځای نیولي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې د داعش دوه غړي نيولي دي.
هغه زياته کړه چې نيول شوو کسانو د جلال اباد ښار وروستیو هدفي وژنو کې لاس درلود چې له یو میل بې غږه تومانچې، یو میل بې غږه ټیټکوف وسلې، یو عراده موټر، نغدي پیسو او څو سیټه مبایلونو سره یو ځای نیولي دي.
دی وايي، له نیول شوو داعشیانو څخه دمګړۍ څېړنې جریان لري او تر بشپړیدو وروسته به یې اعترافات او انځورونه هم خپاره شي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادولو ده چې په دې وروستيو څو ورځو کې جلال اباد ښار د يو شمېر هدفي بريدونو شاهد و چې شاوخوا اته کسان په کې په نښه شول.
تر ټولو وروستۍ پېښه د ننګرهار د ولايتي شورا د کارپوه امدادالله همدرد وژل و چې د ښار څلورمې ناحيې اړوند مجبور اباد کې ووژل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP