کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۰) : ملګرو ملتونو له فساد سره د مبارزې په خپل کلني راپور کې ویلي چې د افغانستان حکومت په دې برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي، خو لا ډېر کار ته اړتیا لري.
په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په تړاو د ملګرو ملتونو نوی کلنی راپور نن د زمري په ۱۳مه، په کابل کې د یوناما له خوا خپور شو.
په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د روانو هڅو ډېرول اړین دي.
د فساد پرضد د یوناما د دغه پنځه کلن راپور چې عنوان یې” د فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه :روڼتیا، امانتداري او حساب ورکولو ته وده ورکوي ” دی ، موندلې چې افغانستان د فساد پر ضد د حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو د رامنځ ته کولو په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي دي، خو لاهم ګڼې نیمګړتیاوې لکه د شفافیت، روڼتیا او حساب ورکولو د لا ډېرولو اړتیا پرځای پاتې ده .
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې حکومت د فساد ضد اصلاحاتو ملاتړ ته دوام ورکړی.
سرچینې زیاته کړې، د کوویډ ۱۹ وبا ناوړه اغېزو، د سولې روانو خبرو اترو او د نړیوالو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته د تاوتریخوالي زیاتېدو، د اصلاحاتو ته سرعت ورکړی دی .
دغه راپور د فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو له کنوانسیون سره سم د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د فساد ضد کمېسیون د جوړېدو په ګډون مثبتې پرمختیاوې تاییدوي.
دغه ډول اداره د فساد پروړاندې اصلاحاتو ته د ودې ورکولو وړتیا لري، په دې شرط چې خپلواکي یې ډاډمنه او د دې وړتیا ولري چې خپلې دندې په بشپړ ډول ترسره کړي.
دغه راپور همدارنګه ترپوښښ لاندې موده کې د افشا کوونکو د خوندیتوب لپاره د نویو قوانینو تصویب ته اشاره کړې چې په اغېزمن ډول عملي کېدل به یې له فساد سره مبارزه پیاوړې کړي.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې همدارنګه د دوسیو د شمېر زیاتوالی تاییدوي چې له فساد سره د مبارزې د ځانګړې محکمې (له اداري فساد سره د مبارزي عدلي او قضایي مرکز) له خوا ورته رسېدنه شوې او همدا ډول د ځواب ورکولو په برخه کې د سترې محکمې مهم رول تاییدوي چې د فساد اړوند جرمونه یې کم کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز وایي :” له فساد سره اغېزمنه مبارزه د دولت د مشروعیت له زیاتېدو، سوکالۍ او ټیکاو سره مله ده . “
د هغه په وینا، کله چې په حقوقي او بنسټیز چوکاټ کې پرمختګ رامنځ ته کیږي، په مشخص ډول د څارنې او ارزونې د میکانیزمونو د پیاوړتیا، د عامه بودیجې د تنظیم، د عوایدو د مدیریت، د روڼتیا د زیاتوالي، رښتینولۍ او له مجازاتو د نه خوندیتوب په برخه کې باید دوامداره هڅې زیاتې شي.
دې ویلي، یوناما چمتو ده چې له فساد سره په مبارزه کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو لپاره له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي چې پاتې ننګونو ته هم رسېدنه وشي.
په راپور کې راغلي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اصلاحاتو د اغېزو ارزونه وشي او د څارنې او ارزونې د میکانیزمونو د پیاوړتیا پر مت په اغیزناکه ډول د پاتې تشو د ډکولو ګټورې او رښتینې هڅې زیاتې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د فساد په افشا کولو او د روڼتیا په لوړولو کې د رسنیو او مدني ټولنو مهم رول ته په پام سره، دغه راپور سپارښتنه کوي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې دې دخیل بنسټونه د رسنیو او مدني ټولنو ښکیلتیا او ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو په دې راپور کې دولت هڅول شوی چې پرخبریالانو د بریدونو زیاتېدو ته په پام سره دې له رسنیو ساتنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP