مهترلام (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۰): د لغمان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت بادپښ ولسوالۍ يې تېره شپه د عملياتو په پايله کې بېرته له وسله والو طالبانو نيولې ده.
شاوخوا یوه مياشت وړاندې په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو تر بريدونو وروسته ولايتي ادارې يوه خبرپاڼه خپره کړې وه چې د ملکي خلکو د ژوند خونديتوب په موخه يې د بادپښ ولسوالۍ مرکز بل ځای ته لېږدولی دی.
په ختيځ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ۲۰ قطعې له لوری خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بادپښ ولسوالۍ يې بېرته له وسله والو طالبانو پاکه کړې او امنيتي ځواکونه په کې ځای پر ځای شوي دي.
يادې ادارې پژواک خبری اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ليکلي چې بادپښ ولسوالۍ تېره شپه د دغو ځواکونو د ځانګړو عملياتو په پايله کې له وسله والو پاکه شوې، ۷ وسله وال په کې وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له وسله والو طالبانو څخه دوه عرادې موټر او يو شمېر مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت له لوري هم په يوه خبرپاڼه کې تایید شوې چې بادپښ ولسوالۍ بېرته د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
د لغمان د امنيه قوماندانۍ وياند شفيع الله افغانيار هم پژواک اژانس ته وويل چې بادپښ ولسوالۍ باندې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو عمليات کړي او له وسله والو طالبانو يې پاکه کړې ده.
هغه وويل، په دغو عملیاتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د یادونې ده چې تر دې مخکې وسله والو طالبانو د لغمان د الینګار او دولت شاه ولسوالۍ هم نیولې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن