Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران نوی ولسمشر: د افغانستان د مشروع نظام او سولې پروسې ملاتړ کوم

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۰) د ایران نوی ولسمشر د افغانستان د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع پر کوښښونو د ټینګار کولو ترڅنګ وايي چې په دغه هېواد کې د مشروع نظام او د افغانانو د حقونو او سولې پروسې ملاتړ کوي.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په تهران ښار کې د ایران اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ډاکتر سیدابراهیم رئیسي سره د یاد هېواد جمهوري ریاست مقر کې وکتل.

سرچينه زياتوي، په دغې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، د ایران منتخب جمهور رئیس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څخه د ملاتړ په تداوم او  د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پر کوښښونو ټینګار وکړ.

ډاکتر ابراهیم رئیسي وویل، د مشروع نظام او د افغانانو د حقونو او سولې پروسې ملاتړ کوم. ګاونډيان په ځانګړي ډول افغانستان زما په بهرني سیاست کې لوړمقام لري.

جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ایران د همکاریو او مرستو په ځانګړي ډول په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو له کوربتوب څخه مننه وکړه او پر ګډو اقتصادي همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې جمهور رئیس غني به نن مازیګر د ایران اسلامي جمهوریت د منتخب جمهوررئیس ډاکتر ابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کې چې د اسلامي شورا په ودانۍ کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.