Language

اروپایي ټولنې له افغانستان سره خپلې مرستې له ټولمنلې سولې سره مشروطې کړې

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۰): اروپایي ټولنه د افغانستان ملاتړ ته د سولې له یوې داسې موافقې وروسته دوام ورکوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

د اروپا د بهرني اقدام د څانګې د سکرټر جنرال مرستیال اینریک مورا په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په قطر کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره لیدلي او په څرګنده توګه یې د اروپايي ټولنې دریځ ورته بیان کړی دی.

هغه زیاته کړې : ” په افغانستان کې د زور له لارې د واک ترلاسه کول له نه پېژندګلوۍ، انزوا او د نښتو له دوام سره برابر دی”.

دغه راز اینریک مورا په افغانستان کې بشري حقونو ته په درناوي کولو ټینګار کړی دی.

بلخوا په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن یو ځل بیا په افغانستان کې د اوربند په کولو ټینګار کړی دی.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: “زیات شمېر بې‌‌ګناه افغانان وژل شوي دي، زیات شمېر فداکاره فعالان، خبریالان، مذهبي مشران او دولتي چارواکي وژل شوي، هېواد همدا اوس اوربند ته اړتیا لري”.

له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ټینګار کړی و چې د افغانستان د جګړې یو لوری هم له نظامي لارې بریالی کېدلی نه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.