کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه بېړنۍ غوڼده کوي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ټي اېس تیرومورتي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ځانګړې غونډه به د جمعې په ورځ (د زمري ۱۶مه) ترسره شي.
د یادونې ده، هند اوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري پر غاړه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر دوه ورځې مخکې له خپل هندي سیال ډاکتر جی اېس شنکر سره په ټیلېفوني خبرو کې په افغانستان کې د وسله والو ډلو او د تاوتريخوالي پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او د افغانستان د وضعيت په اړه يې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې جوړېدو غوښتنه کړې ده.
اتمر ويلي وو چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید د طالبانو د تاوتریخوالي او ظلمونو له امله د رامنځته کېدونکي پېښو په مخنیوي کې رول ولوبوي.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هم په هرات ولايت کې د ملګرو ملتونو پر ودانۍ برید غندلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP