کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۰) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ټیلېفوني اړیکه کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اړیکه کې “په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د یو عادلانه او ثابت تفاهم د موندلو لپاره د متحده ایالاتو په ژمنه” خبرې وکړې.
بلخوا د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لوریو په دې خبرو کې د یو ټول شموله توافق د ترلاسه کولو لپاره چې د ښځو او اقلیتونو په ګډون د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي، د افغانستان خلکو ته حق ورکړي چې د خپلو مشرانو په ټاکلو کې رول ولري او ترهګرو ډلو ته د فعالیت او د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پرضد د ګواښ اجازه ورنه کړي د مذاکراتو د چټکولو په لارو چارو باندې بحث او د نظر تبادله وکړه.”
دا په داسې حال کې ده چې بلینکن دوه ورځې مخکې له ولسمشر اشرف غني سره هم ټیلېفوني خبرې کړې وې او د افغان ځواکونو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی و.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن