ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوسفزي د کرکټ ملي لوبغاړو ته: په قوي ملي روحیه د پاکستان پر وړاندې لوبه وکړئ

یوسفزي د کرکټ ملي لوبغاړو ته: په قوي ملي روحیه د پاکستان پر وړاندې لوبه وکړئ

author avatar
7 Aug 2021 - 20:53
یوسفزي د کرکټ ملي لوبغاړو ته: په قوي ملي روحیه د پاکستان پر وړاندې لوبه وکړئ
author avatar
7 Aug 2021 - 20:53

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۰) : د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي ملي لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه، چې د پاکستان پر وړاندې راتلونکې سیالۍ پر مهال په قوي او ملي روحیې میدان ته ورښکته شئ.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د زمري په ۱۶مه، پژواک اژانۍ ته وویل چې د بورډ عمومي رییس دا څرګندونې نن د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د غوره شوې ملي لوبډلې لوبغاړو سره د خدای پامانۍ په لیدنه وکړې.

هوتک وایي، په دې ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس ډاکټر حامد شینواري، د روڼتیا څانګې مشر ډاکټر محمد صادق نصرت او د عملیاتي څانګې مدیر منهاج راز هم ګډون درلود.

فرهان یوسفزي وویل چې د پاکستان پر وړاندې ښې لوبې ترسره کول نه یوازې د ادارې بلکې د ټولو افغانانو هیله ده.

یوسفزي زیاته کړه: «زموږ د ټولو موخه بریا ده، نو په همدې اساس یووالی او ګډ کار مونږ بریالیتوب ته رسولی شي. »

هغه وویل چې تېره ورځ يې ولسمشر محمد اشرف غني سره ناسته درلوده  او هغه هم ستاسې د بریاو قدرداني وکړه او د نورو بریاو او لاسته راوړنو هیله یې څرګنده کړه.

د کرکټ بورډ عمومي ریی همدا راز لوبغاړو ته د لا ښه تشویق په موخه په راتلونکو لوبو کې د ښه ځلېدو په صورت کې د مادي او معنوي ډالیو د ورکړې یادونه وکړه او لوبغاړو ته یې په همغږي ډول د لوبو په ترسره کېدو، مثبتې او قوي روحیې سره د لوبې ډګر ته په ښکته کېدو او په لوبو کې په ښې او غوره کار کرده‌‌ګۍ ترسره کولو ټينګار وکړ.

فرهان یوسفزي د خپلو خبرو په پای کې وویل چې اداره مالي نیمګرتیاوې نه لري او د اجرایه رییس ډاکټر حامد شینواري په راتګ سره د ادارې مدیریتي برخه کې د پام وړ غوره والی را منځته شوی دی.

د کرکټ بورډ اجراییه رییس ډاکټر حامد شینواري بیا د خپلو خبرو کې راتلونکې سیالۍ مهمې وبللې او د بریا هیله یې وښوده.

هغه په کور دننه دوه پړاو تمریناتي کمپ ته په اشارې سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د سیالو لوبډلو په پرتله پیاوړي یاد کړل او لوبغاړو ته یې د عمومي رییس تر څنګ د هر ډول امکاناتو برابرولو ژمنه وکړه.

د لیدنې په پای کې د لوبغاړو په استازولۍ د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي خبرې وکړې او د ادارې له مشرتابه یې د مننې ترڅنګ زیاته کړه:« د مشرانو نېکې مشورې او د هېوادوالو دعاګانې مونږ ته انرژي راکوي، تر څو راتلونکو لوبو کې بریاوې خپلې کړو؛ زه هر مشر او کشر لوبغاړي ته احترام لرم. په سریلانکا کې زمونږ غوره چمتووالی ددې باعث شي چې له مثبتې روحیې سره لوبغالي ته لاړ شو او هېوادوالو ته خوښي ورکړو».

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په نږدې راتلونکې کې د پاکستان پر وړاندې لوبلړۍ ته د لا غوره چمتووالي په موخه سریلانکا ته سفر وکړي.

دا یوورځنۍ لوبې راتلونکې سپتمبر میاشت کې ترسره کیږي.

Visits: 607

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.