کندوز ښار (پژواک، ١٦ زمرى ١٤٠٠): په کندوز کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې له امله ١١ ملکي وګړي وژل شوي او ٤١ نور ټپيان شوي دي.
په یاد ولایت کې يوې سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو له څو لورو پر کندوز ښار بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.
د کندوز د عامې روغتيا رييس احسان الله فضلي پژواک ته وويل چې د تېرې شپې له جګړې تر اوسه ١١ جسدونه او ٤١ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي چې ټول ملکي وګړي دي.
خو په کندوز کې د کومانډو کنډک قوماندان محمد افغان پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دى.
هغه وايي: ((تېره شپه طالبانو پلان درلوده چې کندوز ونيسي خو خپلې موخې ته ونه ورسېدل او اوس هرڅه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دي.))
ده وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
بل لور ته طالبان هم په کندوز کې جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د کندوز ښار د امام صاحب بندر، سه صد فاميلي، د قوماندان مير عالم کور، سه درک، زاخيل او قهوه خانې سيمې نيولي دي.
دى وايي چې په ياده جګړه کې حکومتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادونې ده، وسله والو طالبانو تېره شپه او نن ورځ د نيمروز او شبرغان ولايتونه هم نيولي دي.
Views: 127
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن