ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روږدي کسان: د نشه یي توکو پرېښودو لپاره باید موږ ته د بستر او درملنې زمینه برابره شي

روږدي کسان: د نشه یي توکو پرېښودو لپاره باید موږ ته د بستر او درملنې زمینه برابره شي

author avatar
9 Aug 2021 - 18:26
روږدي کسان: د نشه یي توکو پرېښودو لپاره باید موږ ته د بستر او درملنې زمینه برابره شي
author avatar
9 Aug 2021 - 18:26

فیروزکوه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۰): په غور کې یو شمېر روږدي کسان چې غواړي نشه یي توکي پرېږدي، پر حکومت له نیوکې سربېره وایي چې له میاشتو راهیسې په تمه دي؛ خو تراوسه د بستر او درملنې زمینه نه ده ورته برابره شوې.

ډېری دغه روږدي په فېروزکوه ښار کې د سړک پر غاړو او کوڅو او په ځانګړي ډول د یاد ښار د کرنې په تفریحي پارک کې راټول شوي دي.

د پژواک خبريال له يو شمېر هغو روږدو کسانو سره مرکې کړي چې شپه او ورځ له خپلو کورنيو لرې د واټونو تر څنګ تېروي. له دوی څخه ځینې لېوالتیا لري چې نشه یي توکي پرېږدي؛ خو په فېروزکوه ښار کې د مجهز روغتون نشتوالی د دې لامل شوی چې دوی نه دي توانېدلي له نشه یي توکو ځانونه خلاص کړي.

په نشه یي توکو یوه روږدي چې د داوود ښار په باغ کې یې په سګرټ کې هیرویین اچول، پژواک خبري اژانس ته وویل: «شل کاله کېږي چې په نشه یي توکو روږدی یم، کلونه کېږي چې ژوند رانه پاتې دی او پر خپل دغه کار پښېمان یم، غواړم درملنه مې وشي او خپل عادي ژوند ته راوګرځم.»

هغه چې هیله لري نشه یي توکي پرېږدي؛ خو وایي چې څلور میاشتې کېږي په تمه دی چې بستر شي؛ خو په روغتون کې خالي بستر نه شته.

نوموړي پر حکومت نیوکه وکړه چې د روږدو د درملنې لپاره پاملرنه نه کوي. که یې پاملرنه کولای په روغتونونو کې به د روږدو د درملنې لپاره ډېر بسترونه جوړ شوي وو.

رحیم الله چې د بادغیس د جوند ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، زیاته کړه: «د کورنۍ مې له ما بد راځي، ګاونډیان، خپلوان او ټول ملګري مې ریشخند راباندې وهي، مجبور شوم دلته راشم، په دې شلو کلونو کې چې روږدی یم، ډېر سپک شوی یم او ډېرې ناهیلۍ مې تېرې کړې دي.»

هغه په نشه د اخته کېد د څرنګوالي په اړه وویل: «په ۱۶کلنۍ کې چې په ایران کې وم، د سخت او ډېر کار کولو لپاره مې تریاکو ته مخه کړه، کله مې چې د اوبو په څاه ګانو کې کار کاوه، ایرانیانو به راته ویل تریاک وڅکوئ؛ ځکه له تاسو سره په کار کولو کې مرسته کوي.»

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.