کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د بېځایه شوو کورنیو کمپونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۲۰ روغتیايي ټېمونه له ۵۰ امبولانسونو سره ګومارل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې چې پژواک ترلاسه کړې راغلي، د دغه وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح نن د ولسمشرۍ ریاست د چارو د تنظیم ادارې له مرستیال، پېښو ته د رسېدو وزارت او کابل د امنیې قوماندانۍ له استازو سره په بېړنۍ ناسته کې له جګړه ځپلو ولایتونو څخه کابل ته راغلو بېځایه شوو ته د رسېدو د څرنګوالي اړوند خبرې وکړې.
د یادونې ده چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د جګړو له امله له یوې اوونۍ راهیسې کابل ته سلګونه کورنۍ بېځایه شوې او د ښار په ځينو برخو، پارکونو او سړکونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست بېځایه شوو کورنیو ته د رسېدو لپاره د وزارت له تدابیرو ډاډ ورکړ او ویې ویل، ۲۰ روغتیايي ټېمونه له ۵۰ امبولانسونو سره د بېځایه شوو کمپونو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه ګومارل شوي دي.
مجروح وویل، د روغتیايي ادارو او مرستندویه بنسټونو ترمنځ ډېره ښه همغږي شته او ټولې روغتیايي ادارې اړمنو کسانو په ځانګړې توګه د جګړې له امله زیانمن شوو ته د خدمت لپاره بسیج شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست له ټولو روغتیايي کارکوونکو وغوښتل چې له ناروغانو او بېځایه شوو سره په ډېره مهربانۍ چلند وکړي، ځکه دوی ته رواني زیان رسېدلی، ترحم او زړه سوي ته اړتیا لري.
بلخوا ډاکتر عبدالکریم توتاخېل بېځایه شوو ته د رسېدو په برخه کې له عامې روغتیا وزارت او اړوند بنسټونو سره د چارو ادارې پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: ((بېځایه شوو ته د سرپناه ځایونو جوړل زموږ لومړیتوب دی او موږ هڅه کوو چې د دوی د استوګنې لپاره یو مشخص ځای تیار کړو.))
په دې ناسته کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي هم وویل، د روغتیا نړیوال سازمان په دغه بحراني وضعیت کې له عامې روغتیا وزارت سره هر ډول مرستې ته تیار دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د حج او اوقافو وزارت ته یې امر کړی چې د جوماتونو دروازې د هغو هېوادوالو پر مخ خلاصې کړي چې کابل ته را بېځایه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP