ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٠ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٠ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

author avatar
11 Aug 2021 - 16:26
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٠ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي
author avatar
11 Aug 2021 - 16:26

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٧٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ١٠ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٧٤٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٢٧٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥١٥٦٣ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۴۴ کسان په هرات، ۴۳ په کندهار، ۴۱ په دایکنډي، ۳۷ په ننګرهار، ۳۰ په سمنګان، ۲۸ په زابل، ۱۱ په کابل، ۸ په خوست، ۶-۶ په تخار او پکتیکا، ۴ په کونړ، ۳-۳ په بلخ، میدان وردګ او پکتیا، ۲-۲ په بامیان او لوګر او يو کس په لغمان ولايت کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧٢٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٥٠٢٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٠ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۶۹٨٨ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٠٤ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٨٣ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.