ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: له ښوونيزو مرکزونو بايد د سنګر په توګه استفاده ونه شي

خلک: له ښوونيزو مرکزونو بايد د سنګر په توګه استفاده ونه شي

author avatar
11 Aug 2021 - 16:18
خلک: له ښوونيزو مرکزونو بايد د سنګر په توګه استفاده ونه شي
author avatar
11 Aug 2021 - 16:18

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۰ ): د “سولې امنین جرګه” وایي چې د جګړې دواړه لوري دې له ښوونیزو مرکزونو څخه د سنګرونو په توګه استفاده نه کوي.

د یادې موضوع په اړه د سولې امنین جرګې غړو د زمري په ۲۰ مه کابل کې یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه.

د دغې جرګې غړي سید مهدي حسیني وویل چې په هلمند ولایت کې ټول عامه تاسیسات د جګړې له امله يا ويجاړ شوي او يا هم د ويجاړېدو په حال کې دي.

هغه وویل چې د جکړې ښکېل لوري دې د خلکو له کورونو، پوهنتونونو او ښوونځيو څخه د سنګرونو په توګه استفاده نه کوي.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((هلمند کې په بوست خصوصي پوهنتون باندې درې میلیونه ډالره لګښت شوی خو اوس ترې د جګړې د سنګر په توګه استفاده کیږي.))

نوموړی وایي، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې روان حالت کنټرول کړي او د جګړو مخه دې ونیسي.

د همدې جرګې بل غړي عبدالبصیر مجددي وویل چې وسله وال طالبان او حکومت دې د خلکو له استوګنځایونو څخه لرې د جګړې سنګرونه جوړ کړي.

دی وایي، په تېرو شلو کلونو کې خلکو په هېواد کې ډېره پانګونه کړې او تاسیسات یې جوړ کړي خو اوس باید دا له منځه لاړ نه شي.

نوموړی وایي چې د جګړې ښکېل لوري دې د زده کړو مرکزونو ترڅنګ د هېواد علمي کادرونو ژوند ته هم پاملرنه وکړي.

په غونډه کې د بوست خصوصي پوهنتون استازي عزت الله سکندر وویل چې لومړى حکومت په بوست پوهنتون کې سنګر جوړ کړ وروسته چې بيا طالبانو نيوه حکومت بمبار کړ.

دی وایي، که ملکي تاسیسات له منځ لاړ شي نور به خلک دې ته زړه ښه نه کړي چې پانګونه وکړي.

د غونډې یو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او یو پرېکړه لیک یې هم صادر کړ.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې د جګړې ښکېل لوري دې ژر تر ژره جګړه بس کړي او د هېواد ټولو اوسېدونکو ته په ځانګړي ډول د هلمند ولایت وکړو ته دې د سولې فضا رامنځته کړي.

د سرچینې په وینا، امنیتي چارواکي دې ډېر ژر هغو ځواکونو ته چې د بوست خصوصي پوهنتون په ساختمان کې دي د وتلو امر وکړي.

همدارنګه په پرېکړه لیک کې زیاته شوې چې طالبان او حکومت دې په ښارونو کې له جګړې لاس واخلي او د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخه دې ونیسي.

دغه راز په پرېکړه لیک کې له داخلي او نړیوالو سازمانو غوښتنه شوې چې په جګړه کې په ښکېلو لورو فشار راوړي تر څو عامه ځایونو او ښوونیزو مرکزونو ته زیان ونه رسوي.

د يادونې ده چې وسله والو طالبانو د هلمند ولايت ټولې سيمې نيولي په مرکز کې يې یواځې د ولايت مقام، قول اردو او د امنيې قوماندانۍ ودانۍ پاتې دي.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.