ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د کرونا له امله تر اوسه ٧ زره کسان مړه شوي

په افغانستان کې د کرونا له امله تر اوسه ٧ زره کسان مړه شوي

author avatar
12 Aug 2021 - 14:42
په افغانستان کې د کرونا له امله تر اوسه ٧ زره کسان مړه شوي
author avatar
12 Aug 2021 - 14:42

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٠٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ١٢ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ٢١ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٧٠٦ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٢٠٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥١٧٧٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢٨ کسان په کابل، ٢٤ په ننګرهار،٢٢-٢٢ په میدان وردګ او بادغيس، ٢١ په دايکنډي، ١٦ په بدخشان، ١٣ په زابل، ١١ په بلخ، ٩ په خوست، ٧ په تخار، ٧ په باميان، ٦-٦ په غور، جوزجان او کندوز، ٤ په کونړ، ٣ په پکتيا او دوه کسان په سمنګان ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٦٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٥٤٩٠ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧٠٠٠ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٠٤ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٨٣ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.