مزارشريف ( پژواک، ۲۲زمری، ۱۴۰۰)د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشيد دوستم او د جمعیت ګوند مشر عطامحمد نور په مزارشريف ښار کې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې په کلکه به له مزارشريف او ميمنې ښارونو څخه دفاع کوي.
دغه ناسته نن د زمري په ۲۲مه، بلخ ولايت مقام کې جوړه شوې وه، چې د دوستم او نور سربېره پکې د شاهين قول اردو قوماندان، د ملي امنیت عمومي رياست مرستيال او د بلخ سيمه ييزو چارواکو هم پکې ګډون کړی وو.
د جنبش ګوند مشر په خپلو خبرو کې وویل چې خپل خلک يې د امنیتي ځواکونو تر څنګ بسيج کړي او په کلکه به له مزار او ميمنې ښارونو څخه دفاع کوي.
هغه زياتوی چې بلخ د شمال دروازه ده او اجازه به ورنکړی چې طالبان مزارښار ته دننه شي.
د جمعيت ګوند مشر عطامحمد نور په خپلو خبرو کې وويل چې د ژوند تر وروستۍ شېبې به د خپلو خلکو تر څنګ درېږي او دفاع به کوي.
نوموړي د طالبانو پر وړاندې د خلکو پر ملي بسيج هم ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې امنيتي ځواکونو ته د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.
د يادې ناستې په پایله کې يوه اعلاميه هم خپره شوه چې پکې ټولو ګډونوالو له مزارشريف ښار څخه د کلکې دفاع تعهد کړی وو.
په اعلاميه کې راغلي وو چې د غونډې د ګډونوالو په توافق به عطامحمد نور په مزارشريف کې د طالبانو پر وړاندې د خلکو د ملی بسيج د عملياتو مشري کوي.
د خبرپاڼې په بله برخه کې همدا راز ويل شوی وو، چې عبدالرشيد دوستم به په مزارشریف کې د جګړو د کرښو څارنه کوي.
د اعلاميې په حواله بلخ کې د حکومتی او سياسي ګوندونو مشرانو پرېکړه کړې چې شاهین قول اردو، ملي امنيت او د بلخ امنیه قومنداني به دوی ته د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو امکانات او تجهيزات رسوي.
طالبانو تر اوسه دغې غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP