منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

دوستم او نور: له مزارشريف او ميمنې ښارونو دفاع کوو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۸ کتنې

مزارشريف ( پژواک، ۲۲زمری، ۱۴۰۰)د  جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشيد دوستم او د جمعیت ګوند مشر عطامحمد نور په مزارشريف ښار کې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې په کلکه به له مزارشريف او ميمنې ښارونو څخه دفاع کوي.

دغه ناسته نن د زمري په ۲۲مه، بلخ ولايت مقام کې جوړه شوې وه، چې د دوستم او نور سربېره پکې د شاهين قول اردو قوماندان، د ملي امنیت عمومي رياست مرستيال او د بلخ سيمه ييزو چارواکو هم پکې ګډون کړی وو.

د جنبش ګوند مشر په خپلو خبرو کې وویل چې خپل خلک يې د امنیتي ځواکونو تر څنګ بسيج کړي او په کلکه به له مزار او ميمنې ښارونو څخه دفاع کوي.

هغه زياتوی چې بلخ د شمال دروازه ده او اجازه به ورنکړی چې طالبان مزارښار ته دننه شي.

د جمعيت ګوند مشر عطامحمد نور په خپلو خبرو کې وويل چې د ژوند تر وروستۍ شېبې به د خپلو خلکو تر څنګ درېږي او دفاع به کوي.

نوموړي د طالبانو پر وړاندې د خلکو پر ملي بسيج هم ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې امنيتي ځواکونو ته د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

د يادې ناستې په پایله کې يوه اعلاميه هم خپره شوه چې پکې ټولو ګډونوالو له مزارشريف ښار څخه د کلکې دفاع تعهد کړی وو.

په اعلاميه کې راغلي وو چې د غونډې د ګډونوالو په توافق به عطامحمد نور په مزارشريف کې د طالبانو پر وړاندې د خلکو د ملی بسيج د عملياتو مشري کوي.

د خبرپاڼې په بله برخه کې همدا راز ويل شوی وو، چې عبدالرشيد دوستم به په مزارشریف کې د جګړو د کرښو څارنه کوي.

د اعلاميې په حواله بلخ کې د حکومتی او سياسي ګوندونو مشرانو پرېکړه کړې چې شاهین قول اردو، ملي امنيت او د بلخ امنیه قومنداني به دوی ته د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو امکانات او تجهيزات رسوي.

طالبانو تر اوسه دغې غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی.