ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېلابېل هېوادونه: افغان حکومت او طالبان دې چې پر ټولشموله حکومت سره سلا شي

بېلابېل هېوادونه: افغان حکومت او طالبان دې چې پر ټولشموله حکومت سره سلا شي

author avatar
13 Aug 2021 - 14:41
بېلابېل هېوادونه: افغان حکومت او طالبان دې چې پر ټولشموله حکومت سره سلا شي
author avatar
13 Aug 2021 - 14:41

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۰): دوحه کې د افغان سولې په اړه دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان پر ښارونو د بریدونو د بندېدو او اوربند غوښتنه شوې او د افغانستان له حکومت او طالبانو غوښتل شوي چې پر یو ټولشموله حکومت سره سلا شي.

دغې غونډې چې په دوحه کې د قطر په کوربه توب جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شوار مشر ډاکټر عبدالله، د طالبانو استازو او د تاجکستان، هندوستان، ترکیې، ترکمنستان، قطر، امریکا، جرمني او ناروې هیوادونو استازو ګډون کړی و.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تيره ورځ  (زمري ۲۱) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په یاده غونډه د افغان مذاکراتي ډلو سره تر دوو ورځنیو بحثونو وروسته په افغانستان کې د مذاکراتو له لارې پر سیاسي هواري ټینګار وشو.

هغه وایي: "که چیري طالبان په زور سره دولت ونیسي هغه به په افغانستان کې یو "رټل" شوی دولت وي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه ډېر کړي او تر اوسه یې د ۱۶ ولایتونه مرکزونه هم نیولي دي.

د یادې غونډې په پای کې د سیمې او نړۍ هیوادونو په استازیتوب یوه اعلامیه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.